اتو کلونو کې اوباما اووه ځله وژړل، خو ولې؟

د انځور حقوق .

د امریکا شیکاګو کې د امریکا د ولسمشر بارک اوباما د وروستیو ورځو او خدای پامانۍ پرمهال د هغه له سترګو اوښکې وبهېدې. هغه خپلې مېرمنې میشل اوباما او لوڼو ساشا او مالیا ته د اشارې کولو پرمهال اوښکې توی کړې.

ده د لومړۍ مېرمنې په اړه وویل، تا سپینه ماڼۍ پرداسې ځای بدله کړې وه، چې پر ټولو پورې یې اړه لرله او نوی نسل پراخ نظر لري ځکه چې تا غوندې مخکښه لري.

نوموړي د خپلې واکمنۍ پرمهال د صحي بیمې غم خوړلو هڅه وکړه او د همنوږو (همجنسبازانو) ودونه یې قانوني کړل، خو ویې ویل چې لوڼې د هغه تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده.

ده وویل، په ژوند کې مې چې کوم څه ترسره کړي دا دي چې ویاړم ستاسې پلار یم.

دا هغه خبرې دي چې اوباما د خپلې ولسمشرس پرمهال اوښکو تویولو ته اړایست.

د انځور حقوق .
Image caption اوباما په ۲۰۰۸ کال د ولسمشرۍ ټاکنو منډو ترړو وروستیو ورځو کې د خپلې نیا مړینې وژړاوه

د نیا مړینه

د بارک اوباما نیا ماډلین دونهام د ۲۰۰۸ کال د نومبر پر څلورمه - د اوباما د ټاکنیزو منډو ترړو په وروستیو ورځو کې د سرطان ناروغۍ له کبله مړه شوه.

اوباما د شمالي کارولینا پوهنتون کې خپلې نیا ته د درناوي په پار خبرې وکړي. هغه حاضرینو ته وویل "د هغې د مړینې په اړه خبرې کول ګران کار دی. هغه کور ته تللې ده. "

د انځور حقوق .
Image caption بارک او میشل اوباما د مدني فعالې د جنازې مراسمو کې - ۲۰۱۰

د دوروتي هایټ مړینه

دوروتي هایټ د "امریکا د مدني حقونو مور" ګڼل کېده او د مارټین لوتر کینګ جونیور د فعالیتونو ښی مټ و.

دوروتي په ۲۰۱۰ کال د ۹۸ کلونو په عمر ومړه. هغې تر ۹۰ کلنۍ پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکړ.

نوموړې د اوباما د لوړې مراسمو کې هم ګډون کړی و.

د انځور حقوق .
Image caption سندي هاک کې له وژنو وروسته، اوباما امریکا کې د وسلو لرلو د قوانینو بدلولو هڅه وکړه

سنډي هاک ښوونځي کې وژنې

شل ماشومان چې عمرونه یې ۶-۷ کالو پورې و او شپږ ښوونکي په ۲۰۱۲ کال د ادم لانزا په لاس هغه مهال ووژل شول، چې سنډي هاک ښوونځي کې یې پر ماشومانو د خپل ټوپک خوله ورواړوله.

اوباما له برید وروسته په یوه وینا کې وویل: "زه یوازې هله هیله مند یم چې تاسو په دې غمیزه کې یوازې نه یاست. "

د انځور حقوق .
Image caption اوباما له خپل مرستیال جو بایډن سره د ډانیل اینوی د خښولو مراسمو کې

د ډانیل اینوی خاورو ته سپارل

ډانیل اینوی چې د ۱۹۶۳ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ د امریکا مشرانو جرګې کې د هاوايي ایالت سناتور و، د ۴۹ کلونو په عمر ومړ.

اوباما هاوايي کې زیږېدلی او د اینوی له مړینې وروسته یې د هغه له سیاسي ژوند الهام اخیستی.

اوباما په ۲۰۱۲ کال وویل: "زما په اند هغه چې څومره خپل ولس ته درناوی درلود، زه یې وهڅولم چې پخپل ژوند کې د هغه پر لاره ولاړ شم. "

د انځور حقوق .
Image caption د ارتا فرانکلین سندرو د بارک اوباما اوښکې توی کړې

د ارتا فرانکلین اجرا

کله چې ارتا کارول کینګ ته د درناوي سندرې ویلې، په ۲۰۱۵ کال واشنګټن کې د سندرو پرمهال اوباما او میشل اوباما هلته د مېلمنو په توګه حاضر وو.

ددې شېبې وېډیو د سی بي اېس له خوا پر تلوېزیون خپره شوه چې میلیونونو کسانو پر یوټیوب وکتله.

د انځور حقوق .
Image caption بارک اوباما چې کله د ۲۰۱۶ لومړیو کې د وسلو لرلو نوي قوانین وړاندې کړل، د سنډي هاک پېښه یې هم یاد کړه

امریکا کې د وسلو لرلو د نویو قوانینو وړاندې کول

بارک اوباما د ۲۰۱۶ کال جنورۍ کې امریکا کې د وسلو لرلو نوي قوانین وړاندې کړل، د سنډي هاک د قربانیانو په اړه یې وویل: "هرکله چې د دغو ماشومانو په اړه فکر کوم، په غوسه کېږم. "

هغه په ۲۰۱۵ کال بي بي سي ته وویل، امریکا کې د وسلو لرلنو د قوانینو تصویبولو کې پاتې راتلل یې د ولسمشرۍ تر ټولو لویه نیمګړتیا ده.

د دغو قوانینو د بدلولو لپاره د جمهوریپالو له خوا دده هڅې له خنډ او ځنډ سره مخامخ شوې دي.