د امریکا نوي ولسمشر ته د قرآن کريم تلاوت

د انځور حقوق Reuters
Image caption تمه وه چې امام ماجد چې د واشنګټن د سیمې د مسلمانانو د یوې ټولنې Adams Centre مشر دی، لنډې خبرې وکړي، خو پر ځای یې نوموړي د قرآن کریم دوه ایتونه تلاوت کړل او با یې د هغو انګلیسي ترجمه ولوستله.

امام محمد ماجد د هغو شپږ ویشتو دیني مشرانو له جملې څخه و، چې د نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه ورځ د واشنګتن په ملي کلیسا کې راټول شوي وو او له دود سره سم یې د نوي ولسمشر سره یوځای د عبادت مراسم ترسره کول.

تمه وه چې امام ماجد چې د واشنګټن د سیمې د مسلمانانو د یوې ټولنې Adams Centre مشر دی، لنډې خبرې وکړي، خو پر ځای یې نوموړي د قرآن کریم دوه ایتونه تلاوت کړل او بیا یې د هغو انګلیسي ترجمه ولوستله.

په يوه ويډيو کې ښکاري چې د تلاوت له پيل سره لومړۍ مېرمن ميلاني ټرمپ خپله څوکۍ کې لږه خوځېږي خو ټرمپ په خپل لاس هغه پوهوي‌ چې ارامه کیني او تلاوت واوري.

د ډونلډ ټرمپ کورنۍ وپېژنئ

ایا ټرمپ فېسبوک بریالی کړ؟

د انځور حقوق AFP
Image caption امام ماجد د امریکا له مخکیني ولسمشر بارک اوباما سره هم کتلي او د پلارتوب په اړه یې بحث ورسره کړی دی.
د انځور حقوق Reuters
Image caption په خواله رسنیو کې خپره شوې د تلاوت دغه وېډیو ښاغلی ټرمپ د امام ماجد تلاوت ته ځير ښکاره کوي

امام ماجد په دغو مراسمو کې د سورة الحجرات یو ایت تلاوت کړ، چې پکې ټول انسانان له یوې مېرمنې او یو نارینه څخه خلق شوي بلل شوي دي او پکې پر یو او بل د انسانانو د برترۍ معیار تقوا ښوول شوې ده:

"یا أیُّهَا النّاسُ إِنَّا خَلَقناکُم مَن ذَکَرٍ وَ أُنثَی وَ جَعَنَاکُم شُعُوباً وقَبَائِلَ لِتَعارَفُوا إِنَّ أَکرَمَکُم عِندَاللّهِ أَتقَاکُم." (د الحجرات سورت ۱۳م ایت.)

ژباړه: (اې خلکو! موږ تاسې له یوه نارینه او یوې ښځې څخه پیدا کړئ او بیا مو تاسې قومونه او قبیلې وګرځولئ، ترڅو چې تاسې یو او بل سره وپېژنئ، په حقیقت کې د الله په وړاندې له تاسې څخه تر ټولو زیات عزتمند هغه څوک دی چې په تاسې کې تر ټولو زیات پرهېزګار وي.)

له دې وړاندې د امریکا د مسلمانانو د یوشمېر ټولنو مشرانو په امام ماجد په دغو مراسمو کې د برخې په اخیستلو نیوکې کړې وې، خو له امریکايي رسنیو سره په خبرو کې امام ماجد له خپلې دغې پرېکړې ننګه کړې ده او ویلي یې دي چې د ولسمشرۍ د کمپاین پرمهال د مسلمانانو په اړه له توندو څرګندونو څخه وروسته امریکایان د مسلمانانو په اړه غلط پوهېدلي دي او دا چې غوښتل یې دغه ناوړه تفاهم له منځه یوسي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ټرمپ او مسلمانان

د سي اېن اېن له شبکې سره په یوه مرکه کې امام ماجد وویل، چې د اسلام پیغمبر حضرت محمد (صلی الله علیه وسلم) یې لارښود دی - چا چې له خپلو مخالفینو سره تماس نیوه.

ده زیاته کړه چې د امریکا مسلمانان غواړي چې ورته دې د امنیتي ګواښ په توګه ونه کتل شي؛ ځکه دوی هم د نورو په شان په وطن مین امریکایان دي چې حتی ددغه هېواد په ساتنه کې یې ځانونه هم قرباني کړي دي.

امام ماجد د سورت الروم ۲۲ ایت هم ولوست:

"وَمِنْ آيَاتِهِ خَلْقُ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَاخْتِلَافُ أَلْسِنَتِكُمْ وَأَلْوَانِكُمْ، إِنَّ فِي ذَٰلِكَ لَآيَاتٍ لِّلْعَالِمِينَ".

ژباړه: (او د هغه [خدای] له نښانو څخه د اسمانونو اون ځمکې پیدایښت او ستاسې د ژبو او رنګونو بېلابېلوالی دی. په باوري ډول په دې کې د پوهانو لپاره ډېرې نښانې دي.)

د عبادت دغو مراسمو ته ټرمپ او کورنۍ یې او مرستیال ولسمشر میچل پینس هم ورغلي وو.

د امام ماجد یوه ویاند ویلي، د واشنګټن ملي لویه کلیسا کې د ایاتونو تلاوت کول د چارواکو له خوا تایید شوي وو.

رضوان جاکا وویل: "له ټاکل کېدو وروسته، چې د مسلمانانو په اړه ډېر څه وویل شول، د مسلمانانو د "ژمنتیا" په اړه پوښتنې راولاړې شوې، له دغو ایاتونو دا پیغام څرګندېږي چې موږ باید سره یوځای شو او د تنوع درناوی وکړو- لکه څرنګه چې خدای بېلابېل پیدا کړي یو. "

د انځور حقوق @HussamA
Image caption د شنبې ورځې له مراسمو وړاندې، لاس انجلیس کې د امریکايي مسلمانانو شورا د اړیکو مشر حسام عیلوش ښاغلی ټرمپ له یوه امپراتور سره پرتله کړی، چې هېڅ خبره نه مني او امام ماجد ته یې سپارښتنه دا وه چې ټرمپ ته "لوښی ورنه کړي ".

رضوان جاکا د ال ډولس سیمې د مسلمانانو د ټولنې د بورډ مشر هم دی.

د ماجد له څرګندونو وړاندې، د پروسټانټ کلیسا پر ځینو هغو پادریانو هم نیوکې شوې وې، چې له ټرمپ سره یې یوځای عبادت کړی و، حال دا چې ټرمپ د خپلو ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال د مسلمانانو، مکسیکويي وګړو او ښځو په اړه تونده لهجه کارولې وه.

سوډاني الاصله محمد ماجد له کلونو راهیسې د واشنګټن حکومتي او مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

امام ماجد د امریکا له مخکیني ولسمشر بارک اوباما سره هم کتلي او پر یو لړ موضوعاتو ورسره غږېدلی.

ځینو امریکايي مسلمانانو پر امام ماجد نیوکه کړې ده، چې ولې یې له ټرمپ سره د عبادت مراسمو کې ګډون کړی، ځکه په وینا یې ټرمپ د مسلمانانو په اړه توندې او پاروونکې څرګندونې کړې دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption محمد ماجد له کلونو راهیسې د واشنګټن حکومتي او مذهبي مراسمو کې ګډون کوي.

د شنبې ورځې له مراسمو وړاندې، لاس انجلیس کې د امریکايي مسلمانانو شورا د اړیکو مشر حسام عیلوش ښاغلی ټرمپ له یوه امپراتور سره پرتله کړی، چې هېڅ خبره نه مني او امام ماجد ته یې سپارښتنه دا وه چې ټرمپ ته "لوښی ورنه کړي ".

ماجد یې په ځواب کې ویلي، چې د مذهبي مشرانو رول دا دی چې "له هرچا سره د اسلام د ریښتینولۍ او ارزښتونو په اړه معلومات شریک کړي، ان که هغوی په واک کې هم وي. د امریکا مسلمانان اړ دي چې خپل پیغام د عامو خلکو له لارې او له حکومتي چارواکو سره په خصوصي ناستو کې هغوی ته ورسوي. په همدې کار د اسلام پیغمبر حضرت محمد هم سلا و."

دی وايي: "ګڼو خلکو پیغمبر ته سپکاوی کاوه، خو کله چې په خبرو کې ښکېل شول او هغه یې وپېژانده، فکر او سوچ یې په اړه مثبت شو".

ورته مطالب