ټرمپ یو ځل بیا رسنۍ ناسمې وبللې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

ټرمپ یو ځل بیا رسنۍ ناسمې وبللې

د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او ادارې یې په دې اړه پر رسنيو د ناريښتينوالي تورلګولی، چې څومره خلک یې د لوړې مراسمو ته ورغلي وو.

امريکا کې لويو رسنيو وروسته له هغه غوسناک غبرګون ښوولی، چې دونلډ ټرمپ د جمعې پر ورځ د خپلې لوړې مراسمو ته د ورغلو خلکو د شمېر په اړه په دروغو تورنې کړې. دوی له بره هوا داسې انځورونه خپاره کړي، چې ورغلي خلک د هغوی پرتله کم ښيي، چې په ۲۰۰۹ کال د باراک اوباما لوړې مراسمو ته ورغلي وو. د ده د ولسمشرۍ ۲۴ ساعته وروسته هم د ويتنام له جګړې راهيسې د امريکا پلازمېنه تر ټولو لوی لاريون ليدونکې وه. خلک يې د تګلارو پر وړاندې احتجاج ته ورغلي وو.