د یحیی جامع له وتلو وروسته ګمبیا کې '۱۱ میلیون ډالر ورک شوي'

د انځور حقوق Reuters
Image caption جامع د شنبې په ورځ له سیمه ییزو مشرانو سره تر اوږدو خبرو وروسته له هېواده ووت

د ګمبیا د نوي ولسمشر اداما بارو سلاکار ویلي، له هېواده د پخواني ولسمشر یحیی جامع له وتلو وروسته د دولت له خزانې تر ۱۱ میلیون ډېر ډالر ورک شوي دي.

مای احمد فاتي ویلي، د مالي چارو اړوند کارپوهان د ورکو شویو پیسو د دقیقې شمېرې په اړه ارزونه کوي.

عیني شاهدانو ویلي، لوکس موټر او ځینې نور شیان یې لیدلي چې له هېواده د یحیی جامع د وتلو پر شپه د چاډ یوې باروړونکې الوتکې ته پورته کېدل.

جامع د شنبې په ورځ له ګمبیا ووت. نوموړي پر دغه هېواد ټیک ۲۲ کاله واکمني وکړه.

د ګمبیا ولسمشر یحیی جامع وايي واک پرېږدي

یحیی جامع ته تر غرمې د واک پرېښودلو وخت ور کړل شو

نوموړي په تېرو ولسمشریزو ټاکنو کې خپله ماتې نه منله، خو په پای کې له هېواده وتلو ته وروسته تر هغه اړایستل شو، چې د سیمه ییزو هېوادونو منځګړتوب او د لوېدیځې افریقا هېوادونو اقتصادي ډلې "ایکواس" له واکه لیرې کېدا ته اړ کړ.

تر اوسه نوی ولسمشر اداما بارو په ګاونډي سینیګال هېواد کې دی، خو خو ښکاره نه ده چې کله به خپل هېواد ته ستنېږي.

د لوېدیځې افریقا هېوادونو ځواکونو د ګمبیا پلازمېنه بانجو کې د هغه د امنیت خوندي کولو لپاره خپل ځواکونه ځای پرځای کړي.

ګڼ خلک د ولسمشرۍ ماڼۍ مخې ته د پوځيانو لیدلو ته حاضر شو او د هغوی د هرکلي نارې وهي.

یوه سنیګالي جنرال، چې د پنځو افریقايي هېوادونو د ګډو ځواکونو مشري کوي، ویلي، ځواکونه یې "پر سټراټيژیکو سیمو واکمن دي، چې خلکو، بنسټونو، او د ولسمشر بارو د لوړې مراسمو ته امنیت ونیسي. "

د ګمبیا د نوي ولسمشر سلاکار فاتي وايي، د سینیګال پلازمېنه ډاکار کې خبریالانو ته وویل، هېواد یې له مالي کړکېچ سره مخامخ دی:

"اوس د دولت خزانې تقریباً تشې دي. د مالیې وزارت، او د ګمبیا د مرکزي بانک کارپوهانو هم دا خبره تایید کړې ده. "

د انځور حقوق Reuters
Image caption نوي ولسمشر اداما بارو (منځ کې) وویل، د یحیی جامع د واکمنۍ پرمهال د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د څېړنو هوډ لري.

دی وايي، یواز تېرو دوو اونیو کې جامع تر ۱۱ میلیون ډېر ډالر غلا کړي. بي بي سي ته دغه رپوټونه په خپلواکه توګه نه دي تایید شوي.

د سینیګال پوځیان ګمبیا ته ننوتي

د ګمبیا نوی مشر له هېواده بهر لوړه کړې

د ګمبیا ولسمشر غوښتل "یو بیلیون" کال واکمن وي خو ټاکنې یې بایلودې

فاتيوايي، ګمبیا کې د مرکزي هوايي ډګر چارواکو ته داسې لارښوونې شوې چې له هېواده بهر د جامع اړوند هېڅ ډول څیز ته د بهر کېدو اجازه ورنه کړل شي.

رپوټونه وايي، په ګیني کې د مخکیني ولسمشر ځینې اړوند ملکیتونه وو.

ځینې رپوټونه وايي، چې جامع دا مهال په ګیني کې دی، خو چارواکو دا خبر تر اوسه نه دی تایید کړی.

لندن کې د یوې مغازې ساتونکی د ګمبیا ولسمشر شو

د انځور حقوق AFP
Image caption یحیی جامع د شنبې په ورځ ګیني ته ولاړ

اړونده مطالب

ورته مطالب