د ایران په اړه د ټرمپ او اسرائیلو لومړي وزیر ټیلېفوني خبرې

د انځور حقوق .
Image caption ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه که واک ته ورسېږي، د امریکا سفارت به بیت المقدس ته ولېږدوي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د ایران د اتومي هوکړې په ګډون پر بېلابېلو موضوعاتو ټیلېفوني خبرې کړې دي.

د اسرائیلو د لومړي وزیر له دفتره خپره شوې ویناپانه کې ویل شوي، ډونلډ ټرمپ ښاغلي نتنیاهو ته بلنه ورکړه، چې راتلونکې فبرورۍ میاشت کې واشنګټن ته له هغه سره د کتلو لپاره ورشي.

اسرائیل وايي، د دواړو لورو ترمنځ د خبرو یوه اصلي موضوع له ایران سره د اتومي هوکړې پر سر (برجام) وه، چې له فلسطینیانو سره د اسرائیلو د سولې بهیر هم په خبرو کې نه وو هېر کړل شوی.

بیت المقدس کې د امریکايي سفارت پلان محمود عباس خواشینی کړی

ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

د سپینې ماڼۍ یوه خبرپاڼه کې ویل شوي، دواړو مشرانو د "ایران د ګواښ" په ګډون پر ځینو سیمه ییزو مسلو خبرې وکړې او د نژدې همکارۍ د غځولو ژمنه یې وکړه.

د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکا له مخکیني ولسمشر بارک اوباما سره د ایران په تړاو خبرې پیل کړې وې، خو وروسته د فلسطینيانو په اشغال شویو سیمو کې د اسرائیلي مېشت ځایونو جوړولو مسلې د تل ابیب او واشنګټن ترمنځ سیاسي اړیکي ترینګلي کړل.

له ایران سره "بده" هوکړه

ډونلډ ټرمپ او بنیامین نتنیاهو له ایران سره شوې اتومي هوکړه "بده" بللې، خو د ټرمپ په اداره کې د امریکا نوي دفاع وزیر جیمز ماتیس د برجام پر ساتلو ټینګار کړی دی.

د انځور حقوق AFP
Image caption دغه مېشت ځایونه او مېنې د نړیوالو قوانینو پربنسټ بې قانونه دي، خو اسرائیل یې نه مني.

پر همدې مهال، د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپنسر ویلي، د ټرمپ دولت له تل ابیب ته بیت المقدس ته د امریکا د سفارت د احتمالي لېږدل بهیر ارزونه اوس پیل کړې ده او ددې لانجمنې مسلې په اړه بله پرېکړه نژدې راتلونکې کې وشي.

ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پرمهال ژمنه کړې وه که واک ته ورسېږي، د امریکا سفارت به بیت المقدس ته ولېږدوي.

د نړیوالو قوانینو او له پنځو لسیزو راهیسې د امریکا د دولت دریځ دا دی چې ختیځ بیت المقدس د فلسطینیانو اشغال شوې خاوره ده.

فلسطینیان ختیځ بیت المقدس د خپل راتلونکي خپلواک هېواد د پلازمېنې په توګه بولي.

ډونالډ ټرمپ اسراییلو ته ویلي، چې 'غښتلي پاتې شي'

بیت المقدس کې یوې لارۍ اسرايیلي سرتېري لاندې کړي

د فلسطیني کورواکې ادارې مشر محمود عباس په وروستیو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره پر دې خبرې کړې وې، چې د ټرمپ د احتمالي برېکړې مخه ونیوله شي.

د فلسطین مشران وايي، که امریکا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او خپل سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږدوي، دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې سختولو او د دول ولسونو ترمنځ بل شوي اور ته لا نوره لمن وهل وي.

اسرائیلو د ۱۹۶۷ کال د جولای جګړه کې چې (شپږ ورځې وه) ختیځ بیت المقدس له اردن نه ونیو او په ۱۹۸۰مه لسیزه کې یې پخپل اساسي قانون کې د پلازمېنې په توګه ثبت کړ، چې په دې کار سره یې توند ډیپلوماټیک غبرګونونه هم راوپارول.

د یکشنبې په ورځ، اسرائیلي چارواکو ختیځ بیت المقدس کې د ۵۶۰ کورونو جوړولو جواز تایید کړ. ددغو مېشت ځایونو جوړولو طرحه او جوړېدل د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ تر ټاکل کېدا پورې ځنډول شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د فلسطین مشران وايي، که امریکا بیت المقدس د اسرائیلو د پلازمېنې په توګه په رسمیت وپېژني او خپل سفارت له تل ابیب نه بیت المقدس ته ولېږدوي، دا کار به د دواړو هېوادونو ترمنځ د لانجې سختولو او د دول ولسونو ترمنځ بل شوي اور ته لا نوره لمن وهل وي

نژدې نیم میلیون یهودان په هغو مېشت ځایونو کې اوسېږي، چې اسرائیلو په اشغال شوې فلسطیني خاوره کې جوړ کړي. دا سیمې په ۱۹۶۷ کال نیول شوې دي.

دغه مېشت ځایونه او مېنې د نړیوالو قوانینو پربنسټ بې قانونه دي، خو اسرائیل یې نه مني.

امریکا او اروپا ددغو مېشت ځایونو پر جوړېدو نیوکه کړې، خو له تېرو شاوخوا څلورو لسیزو راهیسې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړه لیک ددغو مېشت ځایونو پر جوړېدو نیوکه بې سابقې وه.

واشنګټن لوېدیځه تراډه کې اسرائیلي مېشت ځایونه 'ناقونه' ګڼلي

د اسراييلو پخوانی لومړی وزير په درغليو تورن شو

ورته مطالب