سعودی عربستان: د ترهګرۍ په تور د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۶ کسان نیول شوي

وسله د انځور حقوق @MOISaudiArabia
Image caption د عملیاتو پر مهال د نیول شوې وسلې او تجهیزاتو تصویر خپور شوی دی

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت په وینا د ۱۳ پاکستانیانو په ګډون ۱۶ کسان د ترهګرۍ په تور نیول شوي دي.

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت د سې شنبې پر ورځ په یوه ټویټر پیغام کې ویلي، چې د ترهګرۍ په تور ۱۶ کسان نیول شوي، چې په وینا یې درې سعودیان او نور ټول پاکستانیان دي.

د نیول شویو کسانو نومونه نه دي څرګند شوي. سعودي چارواکي وايي، دغه کسان د امنیتي ځواکونو عملیاتو په بهیر کې نیول شوي دي.

سعودي عربستان: ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو وګړي ښکېل دي

سعودي عربستان: ترهګرۍ پېښو کې د ۴۰ هېوادونو وګړي ښکېل دي

له دې مخکې د شنبې پر ورځ د سعودي عربستان په جده ښار کې د امنیتي ځواکونو او مشکوکو بریدګرو تر منځ له ډزو وروسته دوو سخت دریځو په ځانونو پورې تړلي باروت وچوول.

پېښه د شنبې پر ګهیځ د جدې په الحرازت سیمه کې هغه مهال وشوه، چې د امنیتي ځواکونو او هغو مشکوکو وسله والو تر منځ نښته وشوه، چې یوه ودانۍ کې پټ شوي وو.

د انځور حقوق @MOISaudiArabia

د سعودي عربستان کورنیو چارو وزارت په وینا له طبي معایناتو معلومه شوه، چې وژل شوي کسان سعودیان وو، چې یو غازي حسین السرواني او بل ندي مرزوق المضیاني نومېدل. چارواکي وايي، پولیسو د دغو دواړو کسانو لټون کاوه.

چارواکو له مشکوکو سخت دریځو د تر لاسه شوې وسلې، لاسي بمونو او باروتو تصویر هم خپور کړی دی.