اسراییل وايي، لوېدیځه غاړه کې ۲۵۰۰ نور مېشت ځایونه رغوي

اسراییل د انځور حقوق AFP
Image caption ډونالډ ټرمپ اشارتا ویلي و، چې د دغو مېنو لپاره خواخوږي لري

اسراییلو ویلي د لوېدیځې غاړې هغه برخه کې، چې د دوی ولکې کې ده، د یهودانو لپاره ۲۵۰۰ نوي مېشت ځایونه رغوي.

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر ایوګدور لیبرمین ویلي دغه پرېکړه یې د مېشت ځایونو لږوالي له کبله کړې.

اسراییل کې یو سرتېری د یوه فلسطیني پر وژنې مجرم ګڼل شوی

ټرمپ: د فلسطین او اسراییل تر منځ سوله به ستره لاسته راوړنه وي

بل لور ته فلسطیني چارواکو ویلي دغه پلان په سیمه کې د سولې او ټیکاو مخنیوي یوه تازه هڅه ده.

د امریکا متحدو ایالتونو کې د ولسمشر په توګه د ډونلډ ټرمپ د کار له پیله راهیسې دا د اسراییلو دویم ورته اعلان دی.

ډونالډ ټرمپ نه یوازې ویلي، چې دغو مېنو لپاره خواخوږي لري، بلکې هغه کس یې د اسراییلو لپاره خپل سفیر ټاکلی، چې د دغو مېشت ځایونو رغېدو پلوي بلل کېږي.

په هغو مېنو کې چې لوېدیځه غاړه کې له ۱۹۶۷ راهیسې د اسراییلو کنترول کې دي، دغسې ۱۴۰ مېنو کې ۵۰۰ زره یهودان مېشت دي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو او دفاع وزیر ایوګدور لیبرمین ویلي دغه پرېکړه یې د مېشت ځایونو لږوالي له کبله کړې.

د نړیوال قانون له مخې دغه مېشت ځایونه غیر قانوني بلل کېږي.

په پام کې ده له نویو مېشت ځایونو نه به نژدې ۱۰۰ مېشت ځایونه رامله ته نژدې ورغول شي. رپوټونو کې ویل شوي دي، د هغه تنظیم مشري، چې د دغو مېشت ځایونو رغونې لپاره یې پانګه ورکړې د ډونالډټرمپ د زوم کورنۍ او ستر سلاکار جیریډ کشنر کوي.

له اعلانه وروسته د اسراییلو لومړي وزیر پر ټویټر لیکلي:

' موږ ودانۍ رغوو او موږ به دغه چاره روانه وساتو "

ښاغلي نتنیاهو له فلسطیني چارواکو سره د سولې خبرو په تړاو هم له امریکايي ولسمشر سره ټیلیفوني خبرې کړې. ولسمشر ټرمپ دغو خبرو کې نوموړي ته امریکا ته د سفر بلنه ورکړې.

ټرمپ اسراییلو ته د ملاتړ ډاډ ورکړی و او د ټاکنیز کمپاین پر مهال یې ویلي و، چې یروشلم به د اسراییلو پلازمېنې په توګه ومني.

د پخواني ولسمشر بارک اوباما حکومت د اسراییلو مېنو ودانولو پر چارې څو ځلې نیوکې کړې وې او د دسمبر پر ۲۳ مه نېټه یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې پرېکړه لیک ویټو نه کړ.