روسیه، ترکیه او ایران په سوریه کې د اوربند دوامدراولو ژمنه کوي

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې د کړکېچ اوارولو لپاره د قزاقستان پلازمېنه استانا کې درې اړخیزې خبرې.

سوريه کې درې ځواکمن لوبغاړي روسيه، ايران او ترکيه وايي دوى به په دغه هېواد کې د نازک اوربند دوام ډاډمن کړي.

تېرکال په سوريه کې دوه ځله اوربند مات شو، يو دليل يې دا و چې د اوربند پلي کېدا لپاره د څار يو ميکانيزم نه و جوړ شوى.

* حلب؛ مخکېنی برم او اوسنی کړاو

* په حلب کې له جګړې وروسته خوشالي

د سوریې د حکومتي پلاوي مشر بشار جعفري دا اعلاميه - چې درې واړه هېوادونه به د اوربند څارنه کوي - يوه بريا وبلله او ویې ويل، راتلونکې مياشت په جينيوا کې د ملگرو ملتونو په منځگړتوب خبرو اترو ته يې لار پرانيسته.

خو ياغيانو په دې تړاو شکونه څرگند کړي.

هغوى په دغه بهير کې د ايران ښکلتيا و نه منله او تور يې پورې کړ چې د ايران ملاتړ لرونکې مليشې له اوربنده سرغړونه کوي. خو استانا ته ورغلي ياغيان اوس روسيې ته د داسې يوه ځواک په سترگه گوري چې دغه بهير بريالى کولی شي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی دغه اوربند ته هیله من دی.

د سوريې لپاره د ملگرو ملتونو استازى چې په دغه غونډه کې يې د منځگړي رول لوباوه بي بي سي ته وويل، له شپږ کلنې جگړې وروسته ياغيان حق لري چې د پرېکړې په تړاو شک ولري، خو ټولې غاړې په دې باور هم دي چې دلته جدي کار شوى.

" دا ځل داسې ډېر عناصر شته چې د بدلون دا ټکى د باور وړ ښيي. په دغه بهير کې ښکېل هېوادونه، د هغوى ژمنتيا او دا واقعيت چې جگړې خورا ډېر مودې لپاره روانه وه."

خو د دوو ورځو خبرو اترو کې لا هم د سوريې په ځينې برخو کې نښتې روانې وې.

د اسلامي دولت نومې ډلې په گدون ډېر شمېر توندلارې ډلې به د دغه بهير د ويجاړولو هره هڅه وکړي.

اړونده مطالب