هانګ کانګ کې د "ټرمپ" او "کیم جونګ اون" غاړه غړۍ کېدل

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ او کیم جونګ اون د هانګ کانګ پر واټونو یو او بل ښکلوي

هغه صحنه چې هېڅوک یې د پېښېدو سوچ نه کوي. د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د کوریا ولسمشر کیم جونګ اون سره غاړه غړۍ شوي او یو بل ښکلوي.

دا انځور د دواړو ولسمشرانو نه دی، بلکې هانګ کانګ کې د دوی څېرو ته د ورته کسانو دی.

د دواړو سره نژدې کېدو د ګڼو خلکو پام ورواړاوه او ډېرو پرې وخندل.

دواړه د هانګ کانګ له ګڼې ګوڼې ډکو واټونو کې یوځای روان دي.

پر خځنده د ډونلډ ټرمپ نوم اېښودل شوی

ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

د شمالي کوریا د ولسمشر څېرې ته ورته یو استرالیایی سندرغاړی (هوارډ) دی چې هانګ کانګ کې اوسېږي. ده د کوریايي مشر ځانګړې جامې اغوستې او " ومرې امریکا، ومرې" نارې وهي.

خو د امریکايي ولسمشر څېرې ته ورته هم یو امریکایی سندرغاړی (ډینس الان) دی.

د ټرمپ څېره لرونکی یوه نیم ساعت وخت ته اړتیا لري چې نارنګ رنګه څیزونه پر خپل مخ او وېښتانو ولګوي.

د کوریا ولسمشر ته ورته سړي د امریکايي ولسمشر د ستایلو سربېره وویل، دواړه دولتونه اوس ځکه نه شي سره ملګري کېدای چې د"ظالمو" واکمنانو واکمني پرې چلېږي.

هوارډ وویل: "دی یو لوی مشر دی، هغه زما په څېر یو لوی دکتاتور دی. باوري یم چې امریکا به پر دویمې شمالي کوریا بدله کړي. نو موږ دواړه به نژدې ملګري شو."

د انځور حقوق AFP
Image caption د ټرمپ څېره لرونکی یوه نیم ساعت وخت ته اړتیا لري چې نارنګ رنګه څیزونه پر خپل مخ او وېښتانو ولګوي.
د انځور حقوق .
Image caption دواړه په ډېرو ځایونو کې وګرځېدل
د انځور حقوق .
Image caption د دواړو کسانو په لیدو ډېرو خلکو وخندل
د انځور حقوق Reuters

اړونده مطالب

ورته مطالب