مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو
د مکسیکو ولسمشر وايي "څو ځله مې ویلي چې مکسیکو به د هېڅ دېوال لګښت ورنه کړي."
د مکسیکو ولسمشر انریک پینا نییتو یوه پیغام کې خپلو خلکو ته ویلي "مکسیکو پر دېوالونو باور نه لري او پر پوله به د ډونلډ ټرمپ له خوا د جوړېدونکي دېوال لګښت ورنه کړي. "
نوموړي خپل ولس ته په یوه ملي پیغام کې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه څرګندونې غندلې چې وايي، له مکسیکو سره به پر پوله دېوال جوړ کړي او لګښت به یې هم مکسیکو ورکوي.
ولسمشر انریک پینا نییتو دا ونه ویل چې د جنورۍ پر ۳۱مه به واشنګټن ته له ټرمپ سره د خبرو لپاره سفر وځنډوي او که څنګه.
ټرمپ د چارشنبې په ورځ له مکسیکو سره د امریکا پر سوېلي پوله د دېوال رغولو ځانګړی امر کړی دی. ښاغلي ټرمپ په یوه ټلویزیوني مرکه کې ویلي، چې مکسیکو به د دغه دیوال ټول لګښت پر غاړه واخلي.
د مکسیکو ولسمشر وايي "څو ځله مې ویلي چې مکسیکو به د هېڅ دېوال لګښت ورنه کړي."
دی زیاتوي چې "د ټرمپ پرېکړه داسې مهال رامخې ته شوې چې زموږ هېواد له شمالي امریکا سره د سوداګریزو همکاریو، پانګونې، امنیت او کډوالۍ اړوندو چارو په اړه پر نویو قوانینو بحث کوي."
پر ښاغلي نییتو فشار دی چې راتلونکې اونۍ واشنګټن کې له ټرمپ سره د لیدو سفر لغوه کړي.
"د ټرمپ دېوال"
ټرمپ د ولسمشریز کمپاین پرمهال ګواښ کړی و، که ولسمشر شي له مکسیکو سره به د امریکا پر ګډه پوله دېوال جوړ کړي چې په وینا یې د ناقانونه کډوالو او نشه يي توکو د قاچاق مخه ونیوله شي.
وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې پر دغه دېوال شاوخوا ۸ میلیارده ډالر لګښت راځي، خو ګوتنیوونکي وايي، شاید ددې دوه برابره ډېر لګښت پرې وشي.
ټرمپ په یوه تلوېزیوني وینا کې ویلي وو، ددغه دېوال د جوړېدو چارې به په راتلونکو څو میاشتو کې پیل شي او مکسیکو به امریکا ته - دده په ټکو - "د دغه دېوال د جوړېدو ۱۰۰ سلنه لګښت ورکړي".
ټرمپ ویلي، ددغه دېوال اوږدوالی ۲۰۰۰ میله دی.
د چارشنبې په ورځ ټرمپ وویل "د دېوال لګښت د کانګرس موافقې ته اړتیا لري".
وړاندې ټرمپ ویلي وو، چې پر دغه دېوال شاوخوا ۸ میلیارده ډالر لګښت راځي، خو ګوتنیوونکي وايي، شاید ددې دوه برابره ډېر لګښت پرې وشي.