ټرمپ به د افغانستان په اړه څه وکړي؟

افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ ناټو سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکايي پوځیان دي د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغانستان کې شاوخوا ۱۳۰۰۰ ناټو سرتېري مېشت دي، چې ډېری یې امریکايي پوځیان دي

سپینې ماڼۍ کې د ډونلډ ټرمپ ځای پرځای کېدو سره، نوموړي ته د افغانستان موضوع چې یوه تر ټولو مهمه مسله ګڼل کېږي په میراث پاتې ده.

د امریکا تر ټولو د اوږدې جګړې په اړه هغه ډېر څه نه دي ویلي - لکه د نورو ګڼو مسلو په اړه چې هغه ډېرې خبرې کړې دي.

په تېر کې، هغه افغانستان کې د امریکا ښکېلتیا د "ناورین" په توګه یاده کړې وه او د امریکايي ځواکونو د ایستلو په اړه غږېدلی و.

ډونلډ ټرمپ په افغانستان کې د ځواکونو پر زیاتولو غور کوي

افغانستان او پاکستان ته به د ټرمپ تګلاره څنګه وي

خو کله چې د تېرې ډسمبر میاشتې پر دویمه له افغان ولسمشر اشرف غني سره وغږېد، د رپوټونو له مخې، هغه ورته وویل چې امریکا به افغانستان ته پر خپلو ژمنو ټینګه پاتې شي.

بیا، که څه هم ټرمپ د لوړې مراسمو ته د ښاغلي غني په وربللو کې پاتې راغی، افغانستان کې دا وېره په ډېرېدو شوه چې د نوي ولسمشر لپاره به لومړیتوب نه لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان ولسمشر اشرف غني په ۲۰۱۵ کال واشنګټن ته د خپل لومړي رسمي سفر پرمهال افغانستان ته د امریکا ژمنتیا وستایله

د روانې اونۍ په سر کې طالبانو پر ولسمشر ټرمپ غږ وکړ چې له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي او دوی افغانستان کې د امریکا جګړه "بایلودونکې" وبلله.

طالبانو ویلي وو "هېڅ ترلاسه نه شول. پرته له دې چې افغانان پخپلو وینو کې لت پت شول، کلي او کروندې ویجاړې شوې."

د امریکا رسمي ارزونه هم د پرمختګ په اړه ډېره خوشبینه نه ده.

د ټرمپ ننګونې د روانې میاشتې په لومړیو کې د افغانستان پر بیارغونې د څار امریکايي ادارې مشر جان ایف سوپکو په رپوټ کې په لنډو ټکو په ډاګه شوې وې.

ښاغلی سوپکو وايي، تر دویمې نړیوالې جګړې وروسته اروپا کې د بیارغونې په برخه کې د امریکا د لګول شویو پیسو په پرتله، امریکا په افغانستان کې ډېرې پیسې لګولې دي، تر اوسه افغان حکومت یوازې پر ۶۳ سلنې خاورې واک لري، د کوکنارو کرکېله لاهم د لست په سر کې ده او فساد لاهم پراخ دی.

دی وايي، "۱۵ کاله وروسته، لاهم افغانستان له مالي او وظیفوي اړخونو د خپل ځان ملاتړ نه شي کولای. "

"د هېواد د بقا لپاره اوږدمهاله مالي همکارۍ ته اړتیا ده. "

د سرچینو کمښت

د هېواد ځینې اغېزمنې برخې هغه مهال په ډاګه شوې، چې یوه افغان همکار ته هلمند کې څو اونۍ وړاندې له طالبانو سره د جګړې ډګر ته د ورتګ کمیابه زمینه برابره شوه.

عزیز احمد شفیع د ولایت مرکز لښکرګاه ته له افغان ملي اردو سره سفر وکړ.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
.افغان سرتېري د اکمالاتو له نشتوالي شکايت لري او دفاع وزارت وايي دا ستونزه يې حل کړې

د ښار په څنډو کې څو کیلومتره لیرې د هاموي پوځي ګاډو کاروان کې پوځيان ولېږدول شول: هغه سیمه چې اوسمهال د جګړې لومړۍ کرښه ده.

اوسمهال طالبان د هلمند پر څه باندې ۸۰٪ خاورې واکمن دي.

هغه ولایت چې - باید هېر نه کړای شي - چې په تېر کې افغان جګړې کې د ۴۵۶ ډېری بریتانیايي پوځيانو ژوند اخیستی دی.

افغان ځواکونه شکایت کوي چې ان اساسي مرستو ته هم لاسرسی نه لري.

ډګروال حیات الله بي بي سي ته وویل: "له یوې میاشتې راهیسې موږ چیغې وهو چې زموږ مهمات په ختمېدو دي، خو تر اوسه مو هېڅ نوې مرسته نه ده ترلاسه کړې. "

"زموږ دښمن پر موږ ډزې کوي، خو موږ کافي مرمۍ نه لرو چې ځواب یې ووایو. "

ښکاره سټراټیژیکې ګټې

د دوی قومندان د امریکا له نوي ولسمشر نه غوښتنه لري چې له افغان حکومت سره پخپلو ژمنو کې پښه نیولی پاتې نه شي.

هلمند کې د ۲۱۵ مې قول اردو قومندان جنرال محمد ولي احمدزي وویل "د افغانستان د یوه پوځي په توګه، له ښاغلي ډونلډ ټرمپ نه غواړم چې دلته جګړې ته دوام ورکړي. که هغه زموږ نور ملاتړ وکړي، موږ به د ترهګرو لمن ورټوله کړو. "

د انځور حقوق AP
Image caption ډېری امریکايي ځواکونه له افغانستانه وتلي دي

له افغانستانه ډېری بهرني ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه ووتل، خو کله چې افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ د ماموریت اصلي مرکزونه وکتل، په هرو څو دقیقو کې به ترې چورلکې الوتکې او پکې کښېناستلې.

په افغانستان کې لاهم ۱۳۰۰۰ ناټو سرتېري حضور لري، چې ډېری یې امریکایان دي.

د غوڅ ملاتړ ویاند جنرال چارلي کلیولنډ پر دې اند دی چې امریکا لاهم په افغانستان کې ښکاره سټراټیژیکې ګټې لري.

دی وايي، امریکايي ځواکونه اوس دوه دندې لري:

  • د افغان ځواکونو همکاري او روزنه
  • د ترهګرو سازمانونو په نښه کول

د یاد جنرال په وینا، له افغان ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ د پوځيانو کار تر خپل واک لاندې خاورې ټینګول دي.

انډول

جنرال کلیو لنډ راته وویل، "د ۲۰۱۵- ۱۶ په ژمي کې افغان حکومت خپله ستراتیژي بدله کړه".

دوی فکر کاوه، چې له هر ځای دفاع نشي کولی، په دې لامل یي پر ګڼ مېشتو سیمو خپلې هڅې متمرکزې کړې".

اوس چې موږ امنیتي وضعیت ته ګورو، حکومت له دریو دوه برخې وګړي کنټرول لري او خوندي کوي یې.

لس سلني وګړي د طالبانو په کنټرول کې دي او او پاتې برخه په رښتیا هم د نښتو په ډګر کې پاتې دي".

هغه زیاتوي چې دا وضعیت د خوښې وړ نه و، ځکه افغان ځواکونو په ۲۰۱۵ کال کې دا بد وضعیت بدل کړ او د حکومت په ګټه یې "انډول" رامنځ ته کړ.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption افغان امنیتي ځواکونه د طالبانو او ''اسلامي دولت'' (داعش) نومې ډلې د جنګیالیو پر ضد جګړه کوي

له دې سره نور ډېر کار ته اړتیا ده.

نږدې پنځه زره افغان پوځیان تېر کال ووژل شول، افغان حکومت او د پرېکند ملاتړ ځواکونه په دې یوه خوله دې چې دا مرګ ژوبله په اوږدمهال کې یو شان نه ده.

د امریکا د ناڅرګندې پالیسۍ له امله نور ځواکونه په افغانستان کې خپلې رېښې وغځوي.

تېره میاشت مسکو د افغانستان د راتلونکي په هکله د داسې ناستې کوربه و، چې د چین او پاکستان لوړپوړو چارواکو پکې ګډون درلود او دا حقیقت یې ښه په ډاګه کړ چې مسکو له طالبانو سره خبرې کړې دي.

اوس لویه پوښتنه دا ده چې ولسمشر ټرمب به څه کوي؟

د کابینې دوه مهم غړي یې ممکن د ورکې ماشوړې سر پیدا کړي.

د ښاغلي ټرمپ د دفاع وزیر جنرال جېمز متيس دلته د ځواکونو یو پخوانی قومندان پاتې شوی دی.

هغه پخوا ویلي، د دې اړتیا شته، چې له پاکستان د طالبانو او حقاني شبکې پر ضد د نورو ګامونو د پورته کولو غوښتنه وشي.

له طالبانو سره خبرې

د نوي ولسمشر د ملي امنیت سلاکار تورنجنرال میچل فلاین دا هم ویلي، چې پاکستان ته پکار ده، پخپله خاوره کې د طالب جنګیالیو د پټنځیو پرضد سخت ګام پورته کړي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د پخواني شوروي اتحاد ځواکونه په ۱۹۸۸ کال له افغانستانه ووتل، خو اوس روسیه له طالبانو سره خبرې کوي

او ښاغلي ولسمشر هم پر خپله دې غوښتنه ډېر ټینګار کړی چې د اسلامي دولت نومې ډلې پرضد سخت عمل وشي.

خو له افغانستان د ځواکونو وتل به هم لویه ستونزه جوړه کړي، ځکه دې ډلې په تېرو دوو کلونو کې د افغانستان ختیځ کې د خپلې پښې اېښولو ځای کړی دی.

نو دا لرې نه ښکاري چې په بهر کې د امریکا ښکېلیتیا ختمولو په هڅو کې به. که ولسمشر ټرمپ په ساده ټکو ووايي، چې په افغانستان کې ستراتیژیکې ګټې نه لري او ځواکونه باسي. هغه او سلاکارن به یې د امریکا اوږدمهالې جګړې پای ته رسولو کې ځان مسوول نه بولي، خو دا هغه څه دي چې ډېر خلک به یې ښکاره ماتې وبولي.

ورته مطالب