یونان محکمې ترکیې ته د تښتېدلو پوځیانو سپارل رد کړي

د انځور حقوق AFP
Image caption پوځیان وايي، دوی به ترکیه کې په شفاف ډول محاکمه نه شي

د یونان سترې محکمې د هغو اتو ترک پوځیانو بېرته ترکیې ته سپارلو خلاف پرېکړه کړې، چې دغه هېواد ته تښتېدلي وو.

ترک حکومت پر دغو پوځیانو تور پورې کړی، چې ګواکې د تېرې جولای میاشتې ناکامي کودتا په هڅو کې ښکېل و.

دغه پوځیان د کودتا له هڅې وروسته چورلکه کې یونان ته وتښتېدل، خو وايي دوی د کودتا په هڅو کې شامل نه وو.

د ترکیې یوه ډله پوځیان په جرمني کې پنا غواړي

اردګان له قبرص نه د ټولو ترکي پوځونو وتل رد کړي

ترکیې د محاکمې لپاره د دغو پوځیانو ستنولو غوښتنه کړې، خو پوځیان وايي، ژوند به یې له خطر سره مخامخ شي. دغې قضیې یونان له یوه دیپلوماتیک جنجال سره مخامخ کړی دی.

لوړپوړو څارونوالانو د بشري حقونو موضوع ته په پام سره د دغو پوځیانو له سپارلو سره مخالفت کړی دی.

د محکمې دغه پرېکړه نهايي ده او پر خلاف یې استناف غوښتنه نه شي کېدای.

ترکیې حکومت د بېلو رتبو دغه پوځي افسران خاینان بللي دي. دغې موضوع د ناټو اییتلاف دواړو غړو هېوادونو ترمنځ داسې مهال ناندرۍ راپورته کړې، چې د وېشلي قبرص پر سر له یوه بل سره خبرو ته چمتووالی کوي.

ترکیې کې د کودتا له هغې هڅې وروسته د ښوونځیو استادانو، حکومتي چارواکو او پوځي افسرانو په ګډون زرګونه کسان له دندو ګوښه کړل شول.

د ولسمشر رجب طیب اردګان معترضین نیوکه کوي، چې ګواکې نوموړي د کودتا له ناکامۍ وروسته دغه چاره پر واک د ټینګښت او له مخې د خپلو مخالفانو لېرې کولو لپاره کاروولې.

اړونده مطالب