امریکا ته د مکسیکو ولسمشر سفر لغو کېدل او د ټرمپ غبرګون

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلي ټرمپ ویلي و، مکسیکو باید د دیوال لګښت ورکړي

له هغه وروسته، چې د مکسیکو ولسمشر د نوي دیوال لګښت موضوع پر سر متحدو ایالتونو ته خپل سفر لغو اعلان کړ، ولسمشر ډونلډ ټرمپ ځواب کې غبرګون څرګند کړی دی.

ښاغلي ټرمپ ویلي، که مکسیکو له امریکا سره له ' درناوي ډک چلند ' نه کوي، په خبره یې متحدو ایالتونو ته به د ولسمشر انریک پینانیتو سفر ' بې ګټې ' وي.

له دې مخکې د مکسیکو ولسمشر انریک پینانیتو، خپل هغه سفر لغو اعلان کړ، چې په پام کې و راتلونکې اونۍ یې د امریکا له ولسمشر سره د لیدو لپاره واشنګټن ته وکړي.

دغه ناندرۍ د ښاغلي ټرمپ له هغو څرګندونو وروسته کېږي، چې له مکسیکو سره یې د خپل هېواد پر پوله د دیوال جوړولو اعلان وکړ.

ښاغلي ټرمپ فلاډلفیا کې د کانګریس جمهوریتپالو غړو ته وینا کې ویلي:

'' د امریکا خلک به د دیوال رغوونې لګښت ور نه کړي. ''

نوموړي زیاته کړه:

''که مکسیکو له امریکا سره په روڼوالي او درناوي سره چلند و نه کړي، دغه ډول لیدنې به ګټه و نه لري او موږ بله لار نه لرو، زه غواړم یوه بله لاره غوره کړم. ''

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر خبریالانو ته ویلي، دوی د 'سفر مهالویش پر بدلون غور کوي ' او د 'اړیکو لپاره به لارې پرانیستي وي '.

دغه اعلان د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له هغو څرګندونو یوه ورځ وروسته کېږي، چې ویلي یې و، له مکسیکو سره د خپل هېواد پر پوله دېوال ورغوي.

له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر

مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو

نوموړي دغه راز ویلي و، امریکا به له مکسیکو نه د دغه دېوال رغوونې لګښت هم واخلي.

پر دغه څرګندونه کلکې نیوکې شوې وې. د امریکا سنا کې جمهوریت غوښتونکي وايي، دوی به دغه پلان پر مخ یوسي، چې ۱۲ میلیارده ډالره لګښت پرې راځي.

د انځور حقوق TWITTER
Image caption .

ښاغلي پینانیتو ویلي، د جنورۍ ۳۱ مې سفر یې ځکه لغو کړی، چې وايي د ښاغلي ټرمپ غوښتنه همداسې وه.

د پنجشنبې پر ورځ ښاغلي ټرمپ پر ټویټر لیکلي " امریکا له مکسیکو سره سوداګرۍ کې ۶۰ میلیارده ډالره کسر لري.

دا د ګڼو کاري فرصتونو او شرکتونو له لاسه ورکولو په ګډون د ' نفتا ' له پیله یوه اړخیزه چاره وه. که مکسیکو نه غواړي، چې د سختې اړتیا وړ دیوال لګښت ورکړي، ښه به وي، چې راتلونکې لیدنه لغو شي. "