ټېریزا مې او ډونلډ ټرمپ په ګډه خبري غونډه کې د ناټو پر همکارۍ ټینګار کړی

د انځور حقوق .
Image caption د مېرمن ټېریزا مې او ډونلډ ټرمپ ګډه خبري غونډه

د ولسمشر په توګه تېره جمعه د ډونلډ ټرمپ د لوړې له مراسمو راهیسې د بریتانیا لومړۍ وزیره تېريزا مې لومړنۍ بهرنۍ مشره ده، چې واشنګټن کې یې له نوموړي سره لیدلي دي.

سپینه ماڼۍ کې له مېرمن مې سره له لیدو وروسته ښاغلي ټرمپ د بریتانیا او متحدو ایالتونو خپلمنځي اړیکي وستایل او ویې ویل، چې ده او مېرمن مې دغه تاوده اړیکي له سره نوي کړل.

مېرمن مې خبرې غونډې ته وینا کې وویل، 'دوی به د 'اسلامي دولت ' نومي ډلې پر ضد ګډه مبارزه وکړي او له ناټو اییتلاف سره یې خپله ژمنیتا تکرار کړې ده '.

نوموړې دغه راز وویل 'نور اروپايي مشران به هم وهڅوي، چې پر دفاع لګښت ډېر کړي '.

مېرمن مې وویل 'ښاغلي ټرمپ د بریتانیا ملکې له لوري بریتانیا ته د سږ کال اوږدو کې د رسمي سفر بلنه منلې ده '.

مېرمن مې له ولسمشر ټرمپ سره خبرو کې ویلي، غواړي د دواړو هېوادونو تر منځ ځانګړي اړیکي له سره نوي کړي.

د امریکا او بریتانیا خپلمنځي اړیکي، بهرني روابط او د امریکا او بریتانیا تر منځ سوداګري هغه مسایل دي، چې دواړو مشرانو په خپله لومړۍ لیدنه کې پرې خبرې کړې.

د مېرمن مې مخالف کارګر ګوند پر نوموړې تور پورې کوی، چې ګواکې له اروپايي ټولنې یې د بریتانیا له وتلو وروسته د روغتیا اسانتیاوې د سوداګریزو راکړو ورکړو قرباني کړې دي.

که څه هم بریتانیا نه شي کولای له اروپايي ټولنې په بشپړه توګه له وتلو مخکې سوداګریزه راکړه ورکړې لپاره خبرې وکړې، خو ښاغلی ټرمپ وايي غواړي دغه موضوعات په بېړه پیل کړي.