د برلین ښاروال: ټرمپ دې دېوال نه جوړوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ښاغلی مولر زیاتوي "موږ به اجازه ورنه کړو چې امریکایان زموږ یوه تاریخي تجربه له منځه یوسي، حال دا چې موږ د دوی له خوا د ازادیو پوروړي یو".

د برلین ښاروال میچل مولر د امریکا له ولسمشر ډونلډ ټرمپ نه د مکسیکو پر پوله د هغه دېوال له جوړولو د لاس اخیستو غوښتنه کړې، چې ژمنه یې کړې وه. ښاروال وايي د دېوال جوړېدل د میلیونونو خلکو ژوند له خطر سره مخامخوي.

ښاغلي ټرمپ د ټاکنیز کمپاین پرمهال ویلي وو، که ولسمشر شو، د مکسیکو او امریکا ترمنځ به پر ګډه پوله دېوال جوړ کړي او لګښت به یې هم مکسیکو ورکوي.

د برلین ښاروال میچل مولر ویلي، دداسې یوه دېوال جوړول "اندېښنې راپاروي او د میلیونونو انسانانو ژوند له خطر سره مخامخوي. "

برلین ښار د ۱۹۶۱ او ۱۹۸۹ کلونو په درشل کې د یوه لوړ دېوال په مټ پر دوو برخو ووېشل شو.

امریکا ته د مکسیکو ولسمشر سفر لغو کېدل او د ټرمپ غبرګون

له مکسیکو سره پر پوله د دیوال لپاره د ټرمپ ځانګړی امر

مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو

د ښاغلي مولر څرګندونې داسې مهال خپرې شوې، چې د مکسیکو ولسمشر انریکه پنیا نیتو د سرحدي دېوال جوړېدو په غبرګون کې ویلي وو، مکسیکو به ددغه دېوال د جوړېدو لګښت ورنه کړي.

ښاغلي نیتو واشنګټن ته خپل ټاکل شوی سفر هم لغوه کړی دی.

د برلین ښاروای د "اوسپنیز دېوال" سابقې ته په کتلو سره ویلي، اروپا کې د داسې یوه دېوال جوړېدل ښه برخلیک نه لري.

د انځور حقوق EPA
Image caption د برلین لېوال (انځور د ۱۹۸۶ کال دی) برلین ښار پر دوو برخو ووېشه

دی وايي، برلین کولای شي په دې موضوع کې چوپه خوله پاتې شي.

ښاغلی مولر زیاتوي "موږ به اجازه ورنه کړو چې امریکایان زموږ یوه تاریخي تجربه له منځه یوسي، حال دا چې موږ د دوی له خوا د ازادیو پوروړي یو".

د ښاغلي مولر څرګنده اشاره دا وه چې امریکا په دویمه نړیواله جګړه کې د جرمن وګړو مرسته وکړه.

ورته مطالب