ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption شونې ده، له دریو میاشتو وروسته هم دغه فرمان نوی شي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ دغه هېواد ته د کډوالو د منلو پروګرام وځنډاوه او تر بیا حکم پورې یې د سوریايي کډوالو پر منلو هم بندیز ولګاوه.

نوموړی وايي، موخه یې دا ده چې امریکا ته 'د توندلارو مسلمانو ترهګرو' د تګ مخنیوی وکړي.

ولسمشر ډونلډ ټرمپ د جمعې په ورځ له "ترهګریزو بریدونو د امریکا د خوندیتوب" لپاره په دې تړاو یو پراخ اجرايي فرمان صادر کړی چې له مخې یې امریکا ته تر څلورو میاشتو پورې د ټولو کډوالو تګ ځنډول شوی دی.

په دغه فرمان کې امریکا ته د شپږو اسلامي هېوادونو د کډوالو تګ هم د دریو میاشتو لپاره ځنډول شوی دی.

ایران، عراق، لیبیا، سومالیا، سوډان، سوریه او یمن هغه اووه هېوادونه دي چې د ډونلډ ټرمپ په اړوند فرمان کې راځي.

* د امریکا لوړې ورځ په تاریخ کې

* ډونلډ ټرمپ: هند د امریکا ریښتونی ملګری دی

* د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

د سولې نوبل جایزه ګټونکې پښتنې ملاله یوسفزۍ هم د ډونلډ ټرمپ پر دغه فرمان نیوکه کړې.

"د امریکا اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازې تړي چې له تاوتریخوالي او جګړې پنا غواړي".

د فیسبوک بنسټګر مارک زاکر برګ او په امریکا کې نامتو پوهنتونیانو هم د ټرمپ پر وروستي فرمان نیوکې کړې دي.

د انساني حقونو ډلو دا تدبیر توپیري چلند بللی او ویلي یې دي چې په خطرناکو سیمو کې د کډوالو ستونزې زیاتوي او د امریکا دا نوم - چې د کډوالو ټاټوبی دی- زیانمنوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ملاله یوسفزۍ وايي، ټرمپ د هغو ماشومانو، میندو او پلرونو پر مخ دروازې تړي چې له تاوتریخوالي او جګړې تښتي.

د دغه فرمان متن چې له لاسلیکېدلو څو ساعتونه وروسته خپور شو

  • د ۱۲۰ ورځو لپاره امریکا ته د کډوالو تګ ځنډول
  • له "ملي ګټو" سره د جوړ "جدي بدلون" تر پلي کېدلو پورې د سوریايي کډوالو پر تګ بندیز
  • له عراق، سوریې او نورو هغو هېوادونو چې "اندېښمنوونکي" دي د خلکو راتګ ۹۰ ورځې ځنډول
  • په راتلونکي کې د پناغوښتنې د ادعاوو لومړیتوب معلومول، هغه هم که "د مذهب ځپنې له مخې" څوک په یو هېواد کې د لږکي مذهب برخه وي
  • هغه پروګرام ځنډول چې په مرکه کې له شتون پرته یې کډوالو ته د ویزې نوي کولو یا تمدیدولو اجازه ور کوله.
د انځور حقوق Getty Images
Image caption په دغه فرمان کې د شین کارتو برخلیک معلوم نه دی.

د شین کارتو ګونګ برخلیک

ویل کېږي چې ممکن دغه بندیز نور هم اوږد شي، خو لا معلومه نه ده، چې په دغه فرمان کې شین کارتي (شین کارت لرونکي کسان) راځي او که نه.

خو د بارک اوباما په حکومت کې د کډوالۍ او وګړو د چارو پخوانی لوی سلاکار سټفن لوګومسکي له پروپلیکا خپرونې سره په خبرو کې د دې فرمان د " امریکا ته د پردیو پر راتګ بندیز" عبارت کې د "پردیو" کلیمې ته اشاره کړې.

د نوموړي په خبره، د پردیو کلیمه داسې اصطلاح ده چې له امریکايي وګړو پرته ټولو ته راځي او ان متحده ایالتونو ته د امریکايي ویزې یا شین کارت لرونکو په تګ راتګ هم بندیز لګولی شي.

دا رسنۍ وايي، وکیلان هم ډاډه نه دي چې دا فرمان به په رښتیا هم امریکا ته د شین کارتو یا شین کارت لرونکو ( دایمې استوګنې) کسانو د ستنېدلو خنډ شي، خو وايي امکان یې شته.

سپینې ماڼۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

ورته مطالب