ډونلډ ټرمپ: له روسیې د بندیزونو د لرې کولو لپاره لا وختي ده

واشنګټن پوسټ:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ولسمشر ټرمپ د شنبې په ورځ له روسي سیال سره ټلیفوني خبرې لري.

واشنګتن پوسټ ورځپاڼې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له قوله لیکلي، لا وختي ده چې له روسیې د بندیزونو پر لرې کولو خبرې وکړي.

هغه وایي، د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په تلیفوني خبرو کې به - چې تمه ده نن د شنبی په ورځ وشي - په دې هکله کوم عملي ګام پورته نه شي.

ښاغلي ټرمپ دا خبرې د برتانیا له لومړۍ وزیرې سره په خبري ناسته کې کړې دي.

میرمن تریزا مې پر دغه مهال یو وار بیا ټینګار وکړ چې پر روسیه بندیزونه باید تر هغه پورې وساتل شي، ترڅو د اوکراین په شخړه کی پاموړ بدلون رامنځته شوی نه وي.

ګارډین ورځپاڼه:

لندن کې ګارډین ورځپاڼه د دې هېواد د لومړۍ وزیرې تریزا مې د واشنګتن د سفر په هکله یو راپور کې وايي، چی مېرمن مې له ولسمشر ټرمپ سره لیدنه کې پوره ډاډ تر لاسه کړ، چې امریکا د ناټو تر شا پوره ولاړه ده.

ولسمشر ټرمپ د خپل انتخاباتي کمپاین په وخت کې ناټو یو ناکاره سازمان بللی وو.

ایکسپرېس ټریبیون:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، افغان او پاکستان يوګړو ته به د ویزې شرایط سخت کړي.

پاکستان کې خپریدونکې ایکسپرېس ټریبیون ورځپاڼه لیکي، ولسمشر ډونلد ټرمپ پخپله لومړنۍ تلویزیوني مرکه کې ویلي چې افغانستان / پاکستان او سعودي عربستان د هغو ملکونو په کتار کې شامل نه دي چی د امریکا ویزه ورباندې بندېږي، خو ولسمشر ټرمپ ویلي چې د دې هیوادنو اتباعو ته به د امریکا د ویزې د ورکولو د ارزونې شرایط ډیر سخت شي.

د ورځپاڼې په خبره، په دې تلویزیوني مرکه کې ښاغلي ټامپ زیاته کړې، تاسې به وګورئ چې موږ به د ویزې د ور کولو شرایط په ټولو مواردو کې ډېر سخت کړو.

نیویارک ټایمز د پناه غوښتونکو په اړوند د امریکا د دولت د نوي سیاست په هکله یو تحلیلي راپور خپور کړی او لیکلي یې دي، چی د سوریې د پنا غوښتونکو د منع کولو په شمول دا سیاست د امریکا اخلاقي رهبري او ملي امنیت کمزوری کوي.

راپور کې راغلي چې پنا غوښتونکي د ترهګرو ډلو له تاوتریخوالي تښتي او په دې هکله د امریکا د ژمنې نشتوالی به یوه غمیزه وي.

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هندي پوخیان په کشمیر کې

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د هند پوځ د (وټس اپ) یوه شمېره اعلان کړې چې له مخې یې د هند د پوځ سرتیري خپلې ستونزې په فیس بوک پاڼه د شریکولو پر ځای نېغې د پوځ لوی درستیز جنرال (بیپین راوات) ته لېږلی شي.

د اقدام وروسته تر هغه عملي کیږي چې ځینو سرتیرو یو شمیر ویډیویي کلېپونه په فیسبوک پاڼه کې خپاره کړل .

ورځپاڼه لیکي چې نه یواځې د هند یو اعشاریه درې میلیونه دې شمیرې ته په ( وټس اپ) کې پیغامونه لېږلی شي بلکې د نړۍ د هرګوټ نه دې شمیرې ته پیغامونه لیږل کیدی شي.

نیویارک ټایمز:

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې د امریک سپینې ماڼۍ یوه مسوده تیاره کړې او د دفاع وزیر جیمزمتیس نه یی د داسې پلانونو جوړول غوښتي، چې له مخې یې پر اسلامي دولت نومې داعش ډلې نور تعرضي ګوزارونه وشي.

ورځپاڼه د امریکایي چارواکو له قوله لیکي چې د داعش پر پلازمینه رُقعه ښار بریدونو کې به د امریکا له توپچي او جنګي چورلکو هم کار واخیستل شي.