د امریکا متحدو ایالتونو هوايي ډګر کې کډوال نیول شوي

سوریه د انځور حقوق Getty Images
Image caption د بل امر تر مهاله د سوريې له جګړې امریکا ته تښتېدلي کډوال دغه هېواد ته نه پرېښودل کېږي

د بشري حقونو د یوه سازمان فعالانو د هغو کډوالو خوشي کېدو لپاره محکمې ته عریضه کړې، چې د امریکا جان ایف کېنیډي هوايي ډګر کې نیول شوي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټر مپ د یوه ځانګړي فرمان له مخې د ۹۰ ورځو لپاره د اوو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو د امریکا تګ بندیز لګېدلی.

'د اوو هېوادونو ' ګرین کارت ' لرونکي هم نه شي کولای امریکا ته ورشي'

ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

د امریکا د بهرنو چارو وزارت لوړپوړو چارواکو استعفا وکړه

د دغه فرمان د پلي کولو لپاره تر اوسه تګلار څرګنده نه ده. د امریکا کورنیو چارو وزارت چارواکو بي بي سي ته ویلي، چې دوی سملاسي د فرمان عملي کولو لپاره کار کوي.

ډونلډټرمپ د امریکا کډوالۍ پروګرام ځنډولی او له سوریې دغه هېواد ته پر تلونکو کډوالو د اوس لپاره امریکا ته د ننوتو بندیز لګولی دی، چې وايي هدف یې 'امریکا ته د ترهګرو مسلمانو بریدګرو ' د ننوتلو مخنیوی کول دي.

نیویارک کې دوه عراقي کډوال نیول شوي دي، چې یوه یې له امریکايي ځواکونو سره د ژباړن په توګه دنده درلوده. دغه کسان د هوايي ډګر په ټرانزیټ برخه کې وو، چې فرمان لاسلیک شو او دوی همالته ایسار کړل شول.

د فعالانو وکیلان د الوتنو په اړه معلومات ټولوي، خو وايي تر اوسه د نیول شوی کسانو کره شمېر معلوم نه دی. د شنبې پر ورځ یوه یمني او یو شمېر عراقي مساپرو ته چې د امریکا ویزې یې درلودې، اجازه نه ورکول کېده چې له قاهرې نه نیویارک ته تلونکې الوتکه کې کښېنې.

د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ وايي د دغې چار هدف دا دی، چې د ' اسلامي سخت دریځو ترهګري ' امریکا ته داخله نه شي.

خو د بشري حقونو فعالان وايي، د سوري کډوالو او ترهګرۍ تر منځ هېڅ تړاو نه شته.

ورته مطالب