"د پاکستان یو سوالګر له انلاین سوالګرۍ هره ورځ په زرګونو روپۍترلاسه کوي"

د نیوز انټرنېشنل:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption هغه سوالګر چې پخوا د خلکو مخ ته درېدل اوس د انټرنېټ له لارې له لرې ځایه پیسې ترلاسه کوي.

د پاکستان د نیوز انټرنېشنل ورځپاڼه لیکي چې د دې هېواد په ګوجرانواله ښار کې یو سوالګر د پرلیکه یا ان لاین سوالګرۍ له لارې د ورځې په زرګونو روپۍ ګټي.

د ورځپاڼې د راپور مطابق د ان لاین سودا اخیستلو ، ان لاین ودونو او ان لاین ملګرتوب نه ورورسته اوس د ګوجرانواله ښار سوالګرو ان لاین سوالګري پیل کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: خیرالله چې ان لاین سوالګري کوي د ورځې له ۲۰۰۰ نه تر ۳۰۰۰ روپۍ ګټي. د ان لاین سوالګرۍ تر څنګ، خیرالله په واټس اپ او فیس بوک پاڼه کې هم د خپلو ملګرو او دوستانو سره اړیکي ساتي.

نیویارک ټایمز:

امریکا کې خپرېدونکې نیو یارک ټایمز ورځپاڼه لیکي، چې افغان دولت لږ تر لږه په دوو ولایتونو کې له عجیبه ستونزې سره مخامخ شوی دی. د ورځپاڼې په خبره، په دغو دوو ولایتونو کی طالبان د برېښنا عواید ځان ته اخلي په داسې حال چې دولت دا برېښنا له ګاونډيو هېوادونو نه په ډېره ګرانه بیه اخلي.

ورځپاڼه لیکي، که دولت د دې ولایتونو برېښناپرې کړي دا به د خلکو غوسه نوره هم و پاروي- چې لا پخوا له دولت مرور دي -او که دا کار ونه کړي نو د برېښنا عواید به د طالبانو جیب ته ورځي.

نیویارک ټایمز زیاتوي، طالبان په کندوز او هلمند کي د برېښنا عوایدو پر ټولولو سربېره له خلکو نه د کچالو پر حاصلاتو، د اوړو په ژرندو، د ښوونکو په معاشونو ، د ودونو پر مراسمو او د تیلو او سابو پر لاریو چې د دوی په واک کې سیمې نه تېرېږی مالیه لګولې ده.

ورځپاڼه لیکي، پر دې سر بېره طالبان د عوایدو اصلي سرچينې هم لري . د ملګرو ملتونو په یو تازه راپور کې ویل شوې چې کوکنار، له کانونو ناقانونه استفاده او بهرنۍ مرستې د طالبانو د عوایدو ستر بهیر دی.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وسلوال طالبان پر برېښنا سربېره د عاید نورې سرچینې هم لري.

ګارډین:

له لندن خپرېدونکې ګاردین ورځپاڼه لیکي پس له هغه چې ولسمشر ډونلد ټرمپ اجراییوي فرمان د ځینې مسلمانو هېوادونو د مسافرو پر مخ د امریکا پولې وتړلې دغه کار د شنبې په ورځ ګډوډي رامنځته کړه. ځکه ډیرو کسانو چې غوښتل یې امریکا ته پرواز وکړي د ځینو هېوادنو په هوایي ډګرونو کې ستانه شول په داسې حال کې چی ځینې پرې نښودل شول چې الوتکې ته د ننه شي او ځینې بیا له الوتکې بېرته ووېستل شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یو ویاند دې ورځپاڼې ته ویلي هغه مساپر چې دوه ګونی تابعیت لري لکه یو بهرنی تابعیت او بل د هغه هیواد تابعیت چې د ویزې بندیز پرې لګول شوی نشي کولی د ۹۰ ورځو لپاره امریکا ته سفر وکړي. د مثال په توګه برتانوی- عراقی الاصله یا کانادایی- سومالي الاصله . د ورځپاڼې په خبره، ولسمشر ټرمپ ویلي، چې متحده ایالتونه به په راتلونکي کې عیسوي پناه غوښتونکو ته د لومړیتوب حق ور کړي.

فاینېنشل ټایمز:

د لندن چاپ فاینېنشل ټایمز ورځپاڼې لیکلي چې د برتانیا لومړۍ وزیره ترزا مې ددې له کبله چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ هغه اقدام یې نه دی غندلی چې امریکا ته د مسلمانانو پر سفر یې بندیز لګولی تر انتقاد لاندې راغلې ده. د ورځپاڼې په لیکنه داسې ښکاري چې میرمن ترزا مې نه غواړي د امریکا او برتانیا اړیکي چې واشنګټن ته د هغې د سفر په موده کې تازه شوو، زیانمن شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د امریکا په مختلفو هوايي ډګرونو کې کډوال نیول شوي دي.

هندوستان ټایمز:

هندوستان ټایمز ورځپاڼه لیکي دا به ګرانه وي چې باور وکړئ خو دا ممکنه ده چې د هند نه بهر د هندۍ موسیقۍ سخت مینه وال په اسراییلو کې دي- هغه کوچنی هېواد چې اته میلونه وګړي لري- او د هند د یو لوی ښار نه یی هم مساحت کم دی.

ورځپانه لیکي چې هر کال په لس ګونو زره اسراییلي سیلانیان هند ته سفر کوي او ځینې یې په میاشتو دلته پاتې کیږي. دو ورځپاڼې په خبره اسراییل کی د هندۍ کلاسیکې موسیقۍ ډېر زیات مینه وال دي.