زموږ د خبریال د سترګو لیدلی حال: د پخوانیو کډوالو کیسه
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

زموږ د خبریال د سترګو لیدلی حال: د پخوانیو کډوالو کیسه

کله چې په تېرو څو کلونو کې اروپا ته د کډوالۍ یوې پراخې او لویې څپې مخه کړه، نو د خلکو لپاره د اوږدو کتارونو، پنډغالو ، د پولیسو او کډوالو ترمنځ لاس او ګرېوان کېدل او د داسې نورو ناخوالو صحنې په معمول بدلې شوې.

خو راځئ نن دهغو خلکو په اړه هم وغږیږو چې ډېر پخوا اروپا ته را کډه شوي. بې له کوم جنجاله، او له قانوني لارې. دا کډوال په ارامه توګه په دې نوي چاپېریال او ټولنه کې ورګډ شوي.

د سوریې یو ډاکټر هم د همدې پخوانیو کډوالو په ډله کې دی، او په بوداپست کې د بي بي سي خبریال نېک تورپ ورسره خبرې کړي.