واشګټن پوسټ: 'ګلبدین حکمتیار به څو اونیو کې افغانستان ته ستون شي'

د انځور حقوق AFP
Image caption امريکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي د حزب اسلامي گوند سرمرکچي امين کريم ويلي گلبدين حکمتيار به په څو اونيو کې بېرته افغانستان ته ستون شي.

واشنګټن پوسټ:

عبدالله: له حکمتیار سره د سولې هوکړه نه بدلېدونکې ده

امريکايۍ ورځپاڼه واشنګټن پوسټ وايي د حزب اسلامي گوند سرمرکچي امين کريم ويلي گلبدين حکمتيار به په څو اونيو کې بېرته افغانستان ته ستون شي.

د ورځپاڼې په وينا دا گام به افغانستان سياست بدل او د طالبانو په وړاندې پراخه جگړه پېچلې کړي.

ښاغلي کريم د رويټرز خبري آژانس ته ويلي افغانستان ته د ښاغلي حکمتيار بېرته ستنېدل اوس د مياشتو نه چې د اوونيو خبره ده.

د واشنگټن پوست په وينا گلبدين حکمتيار ته د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله چې د امريکا په منځگړتوب د رامنځته شوي لړزان اېتلافي حکومت مشري کوي، د يوۀ سيال په سترگه په کتل کېږي.

ورځپاڼه په دې باور ده چې د ښاغلي حکمتيار راتگ به نوې سياسي ناڅرگندتيا رامنځته کړي په داسې حال کې چې افغان حکومت د بيا ځواکمن شويو طالبانو په وړاندې مقابله کوي.

ورځپاڼې د سولې انسټيټيوت مرستيال مشر "اندريو وايلډر" په وينا ليکلي بيا راژوندى شوى حزب اسلامي د ٢٠١٩ م کال په ټاکنو کې په يوۀ مهم لوبغاړي بدلېداى شي.

اکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا ګڼو ښارونو کې د ټرمپ د کډوالۍ د نوي فرمان پرضد لاریونونه وشول

ټرمپ پر اوو هېوادونو امریکا ته د تګ له بندیزه دفاع وکړه

پاکستانۍ اکسپرېس ټريبيون ورځپاڼې د سپينې ماڼۍ د يوۀ وياند له خوله ليکلي د اووۀ هېوادونو وگړو ته د ويزې د ورکړې اعلان شوى بنديز ښايي د پاکستان په گډون ځينو نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

د ښاغلي ټرمپ دفتر رييس "رنيس پرېبيوس" سي بي اس ټلويزيون سره په خبرو کې ويلي د پاکستان په څېر ځينو نورو هېوادونو ته چې ورته ستونزه لري هم گوته نيول کېداى شي، نو ښايي اړتيا وي چې دا بنديز پراخ کړو.

خو نوموړي ويلي اوس لپاره لومړنى گام د هغو خلکو سخته ارزونه ده چې دغو هېوادونو ته ورځي او يا له هغه ځايه امريکا ته سفر کوي.

ډيلي ټلېگراف:

د انځور حقوق Alamy
Image caption څېړنې يې لامل دا ښوولى چې د ماغزو ځينې برخې چې يادونه ساتي د نورو برخو په پرتله تر ټولو وروسته له کاره لوېږي، نو له دې امله دغه يادونه د انسان له سترگو د يوې څپې په څېر تېرشي.

بريتانيا چاپې ډيلي ټلېگراف ورځپاڼې د بيت المقدس په حدسه پوهنتون کې د هغې څېړنې پايلو ته کتنه کړې چې وايي د مړينې پر مهال کله چې د انسان ساه خېژي نو تېر ژوند يې د يو فلم په څېر په چټکۍ تر سترگو تېرېږي. ورځپاڼه وايي څېړونکو هغه کسان پوښتلي چې مرگ ته نژدې شوي خو بيا بېرته رغېدلي دي.

څېړنې يې لامل دا ښوولى چې د ماغزو ځينې برخې چې يادونه ساتي د نورو برخو په پرتله تر ټولو وروسته له کاره لوېږي، نو له دې امله دغه يادونه د انسان له سترگو د يوې څپې په څېر تېرشي.

خو د ژوندانه د يادونو تر سترگو کېدل د هغو د وخت او مهال پر بنسټ منظم او پر له پسې نه وي، بلکې په گډوډه توگه مخې ته راځي.

اړونده مطالب

ورته مطالب