د ۱۳۰ مېرمنو مېړه مړ شوی

ابوبکر د انځور حقوق Getty Images
Image caption ابوبکر ویلي و زه په دوی پسې نه ګرځم، دوی ما ته راځي او زه فکر کوم خدای تعالی غواړي، چې زه همداسې وکړم

نایجریا کې هغه ملا د ۹۳ کالو په عمر مړ شوی، چې ۸۶ ښځې یې درلودې. محمد بیلو ابوبکر، چې په بابا مسابا مشهور و مرکزي نایجر ایالت کې د شنبې پر ورځ د نا معلومې ناروغۍ له کبله خپل کور کې مړ شوی دی.

د نایجریا ټرسټ ورځپاڼې رپوټ کې ویل شوي، چې نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې ۸۶ مېرمنې درلودې، چې د رسنیو د توجه مرکز و، خو وايي د مړینې پر مهال یې دغه شمېر ۱۳۰ ته رسېده.

هند: بېوزله مېرمنې د مېړه مړی په اورګاډي کې پرې ایښی

د نایجیریا ولسمشر ته د خپلې مېرمنې د رایې نه ورکولو خبرداری

ورځپاڼه لیکلي، له دغو مېرمنو نه یو شمېر مېندوارې وې. ۲۰۰۸ کال کې د بي بي سي رپوټ کې ویل شوي وو، چې ابوبکر لږ تر لږه ۱۷۰ اولادونه لري، خو ټرسټ ورځپاڼه لیکي، چې ابوبکر نه ۲۰۳ اولادونه پاتې دي.

د نوموړي مېرمنو ۲۰۰۸ کال کې بي بي سي ته ویلي و، چې دوی ابوبکر سره هغه مهال لومړی ځل لیدلي، چې د بېلو ناروغیو درملنې لپاره ورغلې او وايي هغه یې درملنه وکړه. نوموړي ویلي و:

'' زه په دوی پسې نه ګرځم، دوی ما ته راځي او زه فکر کوم خدای تعالی غواړي، چې زه همداسې وکړم او زه باید له دوی سره واده وکړم. ''

جنیات محمد بیلو په ۲۰۰۸ کال کې بي بي سي ته ویلي و، له ابوبکر سره یې د واده ۲۰ کلونه کېږي او وايي لومړی ځل په متوسطه ښوونځي کې وه، چې له مور سره ابوبکر ته د مشورې لپاره ورغله او وايي هغه د واده وړاندیز ورته وکړ.

جنیات وايي، ما ورته وویل، چې زه له زاړه سړي سره واده نه شم کولای، خو وايي هغه راته وویل، چې دا د خدای تعالی مستقیم امر دی. دغسې ادعاوو د نایجریا هغه مبلغین له خپلې ادعا لاس پر سر کېدو ته اړ کړل، چې د ابوبکر کورنۍ یې یوه فرقه بلله.