د ټرمپ د فرمان پر وړاندې غبرګونونه

د ټرمپ د فرمان پر وړاندې غبرګونونه

امريکا پر ځينو کډوالو د ولسمشر ټرمپ له لوري د سفر بنديز پر سر له پراخېدونکو نيوکو سره مخامخ ده. خو سپينه ماڼۍ وايي دا پر مسلمانانو بنديز نه دی، او دا تګلاره یې يو بری دی.

سره له دې چې په نړيواله کچه غوسه څرګنده شوې، د شنبې او يکشنبې پر ورځو پراخ احتجاجونه هم وشول، د امريکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له اوو اکثريت مسلمانو هېوادونو د خلکو پر ورتګ له خپل لنډمهالي بنديزه دفاع کړې ده. د بنديز ځينې برخې نرمې شوې، او له دې وروسته به پر هغو کسانو نه پلی کېږي، چې ګرین کارډونه لري. خو د پلی کولو پر سر یې ګډوډۍ او راپورته شوې ناندرۍ له پای لرې ښکاري.