کاناډا کې پر یوه جومات برید کې شپږ کسان وژل شوي
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

کاناډا کې پر یوه جومات برید کې شپږ کسان وژل شوي

د کاناډا کېبېک يوه جومات کې د بېګا شپې ډزو کې لږترلږه شپږ کسان وژل شوي. لومړي وزير ټروډو دا پر مسلمانانو ترهګر برید بللی.

وسله والو کسانو بېګا شپه د کاناډا کېبېک کې د يوه جومات دننه ډزې کړې... لږ ترلږه شپږ کسان یې وژلي، او اته نور یې ټپيان کړي دي. پېښه د ماخوستن د لمانځه پر مهال شوې، چې پر وخت یې جومات کې له پنځوسو زيان کسان وو. له پېښې سره په تړاو دوه شکمن کسان نيول شوی دي. د کاناډا لومړي وزير جسټن ټروډو دا پېښه پر مسلمانانو يو ترهګر برید بللی دی.