پولیس: د کاناډا پر مسجد محصل بریدګر په قتل تورن شوی

د انځور حقوق FACEBOOK
Image caption تورن الکسندر بیسونیټ د قتل له ۶ تورونو سره مخامخ دی

د کاناډا پولیسو ویلي، هغه فرانسوی نیول شوی محصل یې د شپږو کسانو په قتل تورن کړی، چې د یکشنبې پر ماښام یې د کبک جومات کې پر لمونځ کوونکو ډزې وکړې او شپږ کسان یې ووژل.

پر ۲۷ کلن فرانسوي - کاناډایي محصل الکسندر بیسونیټ د قتل لومړۍ درجه تور لګول شوی، چې په جومات کې یې پر مسلمانانو ډزې کړې دي.

په ډزو کې ۱۹ کسان ټپیان شوي هم دي.

د کاناډا یوه جومات کې 'ترهګریز' برید شپږ کسان وژلي

امریکا کې پر درېیو کسانو پر جومات د برید تور پورې شوی

پولیسو پر الکسندر د قتل ۶ تورونه پورې کړي، خو سربېره پر دې د قتل د هڅې ۵ تورونه هم پرې لګول شوي.

په پام کې ده چې تورن به د کبک محکمې ته حاضر کړل شي.

د انځور حقوق EPA
Image caption د کاناډا کبک اسلامي مرکز
د انځور حقوق .
Image caption د کاناډا لومړي وزیر دا ترهګریز برید غندلی دی

په برید کې پنځه ټپیان لاهم روغتون کې تر درملنې لاندې دي او ۱۲ کسان بیا لږ لږ ټپیان شوي وو او له سرسري درملنې وروسته رخصت شوي دي.

سي بي ایس تلوېزین ویلي، بیسونیټ لافال پوهنتون کې سیاسي علوم لولي. دا پوهنتون له جومات نه نژدې ۳ کیلومتره لیرې دی.

پولیسو له برید وروسته د محمد خضیر په نوم یو مراکش الاصله ځوان نیولی، خو وروسته یې وویل چې دا عیني شاهد و.

تر اوسه د برید انګیزه نه ده معلومه شوې.

د انځور حقوق EPA/ANDRE PICHETTE
Image caption پولیسو له برید وروسته سیمه کلابنده کړه

سي بي ایس ویلي "۳۹ کسان له یاد اسلامي کلتوري مرکز نه د برید پرمهال - چې د ماښام د لمانځه وخت و، تښتېدلي دي".

د کاناډا لومړي وزیر جسټن تروډو په یوه خبرپاڼه کې ویلي: "د عبادت په یوه مرکز کې موږ پر مسلمانانو دغه ترهګریز برید غندو. "

په خبرپاڼه کې راغلي: "کاناډايي مسلمانان زموږ د ملي یووالي مهمه برخه جوړوي، زموږ په ټولنه، ښارونو او هېواد کې دغه ډول کارونو ته ځای نه شته."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د کبک اسلامي کلتوري مرکز مرستیال مشر خالد القاسمي خبري غونډه کې ژاړي

غندنې

په مصر کې ازهر د کاناډا کبک پر اسلامي مرکز او جومات برید غندلی او د مسلمانانو پروړاندې یې د دښمنانه کړنو د ډېرېدا په اړه اندېښنه ښودلې.

ازهر وايي، وروستیو کلونو کې د مسلمانانو پرضد ناوړه اعمال ډېر شوي دي.

د مصر د بهرنیو چارو وزارت هم د ترهګرۍ ضد نړیوالې همکارۍ د پیاوړي کولو غوښتنه کړې او د وژل شویو له کورنیو سره یې غمشریکي وړاندې کړې ده.

د اردن پاچا دویم عبدالله د کاناډا لومړي وزیر ته تر برید وروسته په لیک کې "دا ناوړه ترهګریز برید" غندلی دی.

د کاناډا لومړي وزیر له برید وړاندې د ټرمپ د کډوالۍ د بندیز له فرمان وروسته د مسلمانانو او کډوالو د منلو ژمنه کړې ده.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
کاناډا کې پر یوه جومات برید کې شپږ کسان وژل شوي

اړونده مطالب

ورته مطالب