پاکستان د ممبۍ خونړیو بریدونو مشکوک طراح کور کې نظر بند کړ

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption حافظ سعید لاهور کې له نظربندېدو وروسته خبریالانو ته وغږېد

د هغې ډلې مشر، چې ويل کېږي په ٢٠٠٨م کال کې د هند پر ممبۍ ښار بريدونو کې ښکېله وه، پاکستان کې خپل کور کې نظر بند شوى.

حافظ سعيد جماعت الدعوه چلوي، چې دى يې يوه خيريه ټولنه بولي، خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ديوه ترهگر سازمان په توگه نومولى دى.

دغه سازمان ته د لشکر طيبه د پوښ په سترگه کتل کېږي هغه ډله، چې د ممبۍ د بريدونو تر شا وه.

'حافظ سعید افغانستان کې د داعش فعالیتونه اداره کوي'

ملي امنیت : د ' اسلامي دولت ' ډلې یو مشر حافظ سعید وژل شوی

د ممبۍ په بريدونو کې تر ١٦٠ ډېر کسان ووژل شول.

په خپل کور کې د حافظ سعيد د نظر بندېدو خبر څو ساعته وروسته له هغه مخې ته راغى چې د پاکستان د کورنيو چارو وزير چوهدري نثار د دغه مذهبي مشر پر وړاندې د گام پورته کولو خبره وکړه.

د انځور حقوق AFP
Image caption د هند ممبۍ کې د ۲۰۰۸ کال د خونړیو بریدونو پړه پاکستان کې پر مېشتې لشکر طیبه ډلې واچول شوه

ښاغلي نثار خبريالانو ته وويل، د ښاغلي سعيد په مشرۍ جماعت الدعوه ټولنه په نړېوال تور نوملړ کې ده او پاکستان اړ دى چې په وړاندې يې اقدام وکړي.

خو د حافظ سعيد وياند ادعا کړې چې د نوموړي پر ضد دا گام د امريکا د فشار له امله پورته شوى.

د پاکستان د دفاع وزارت يوۀ لوړ پوړي چارواکي چې نوم يې نه دى اخيستل شوى د رويټرز خبري آژانس ته ويلي:

"د ولسمشر ټرمپ د ادارې له لوري يې په دې تړاو کوم څه نه دي اورېدلي خو هو ولسمشر ټرمپ د اسلامي هېوادونو په وړاندې سختې پرېکړې کوي او په څرگنده ويل کېږي چې د پاکستان پر وړاندې به هم ورته اقدام وشي، نو هو په دې برخه کې دا خبره په پام کې نيول شوې."

د انځور حقوق .
Image caption کور کې د حافظ سعید د نظر بندولو پرمهال د جماعت الدعوه ګڼ غړي هم موجود وو

هند او امريکا دواړو پر حافظ سعيد تور پورې کړى چې په ٢٠٠٨ م کال کې د هند پر ممبي ښار همغاړو بريدونو کې يې لاس درلود.

امريکا د نوموړي پر سر ١٠ ميليون ډالر جايزه ايښې.

حافظ سعید د امریکا نوي بندیزونه غندلي

خو ښاغلي سعيد په ٢٠١٤ م کال کې بي بي سي سره په مرکه کې دغه تورونه رد کړي و.

ښاغلى سعيد په دې باور دى چې امريکا په تورنوملړ کې د هغه د نوم ورزياتولو پرېکړه د هند په لمسون کړې، دا ځکه چې په وينا يې په افغنستان کې د هند مرستې ته اړتيا لري.

د انځور حقوق INTERIOR MINISTRY OF PUNJAB

د توندلارو اسلامپالو مشرانو آزاد خوځښت تل د اسلام آباد او ډيلي ترمنځ د مخالفت ټکى پاتې شوى.

حافظ سعيد په ٢٠٠٨ م کال کې پر ممبۍ له شويو بريدونو وروسته هم په کورکې نظر بند شوى و، خو شپږ مياشتې وروسته بېرته پرېښودل شو.

پاکستان وويل د هغه د محاکمې لپاره کافي اسناد نه لري.