هند کې "د نړۍ تر ټولو زړه" فیله مړه شوه

اندیرا نومي فیله د انځور حقوق Shimoga Nandan
Image caption ایندرا ډېری مهال یوازې واښه خوړل او فکر کېږي، چې د روغتیا راز یې همدې کې و

هند کې چارواکي وايي، دغه هېواد کې له ۸۰ کلونو د پورته عمر هغه فیله مړه شوې، چې فکر کېږي نړۍ کې تر ټول د ډېر عمر درلودونکې وه.

د روانې میاشتې له پیله ایندیرا ناروغه وه او خواړه یې نه خوړل.

کرناټک ایالت کې د فیلانو یو ساتونکی د دغې فیلې عمر له۸۰ کلونو پورته ښيي.

فیلان ولې په سرطان نه اخته کېږي؟

هندي سرکس جوړوونکي له خپله کاره راضي نه دي

ایا حیوانات د خپلوانو پر مړینې غم کوي؟

ماهرین وايي، فیلان معمولاً له ۷۰ تر ۹۰ کلونو پورې عمر کوي.

ساتل شویو فیلانو کې تر اوسه ډېر عمر لین وانګ نومیده، چې تایپي ژوبڼ کې ساتل کېده او ۲۰۰۳ کال کې د ۸۶ کلونو په عمر مړه شوه.

د هند کېرالا ایالت کې یو بل فیل هم شته، چې ویل کېږي د همدومره عمر دی.

ایندیرا د کرناټک کمپ ته ۵۰ کاله مخکې راوستل شوې وه. ویل کېږي د هغې ډېری خواړه شنه واښه وه، چې ګومان کېږي د هغې د اوږده عمر راز په کې دی.

د دغه کمپ یوه ماهر ډاکټر واینې بي بي سي ته ویلي، چې ایندیرا د جنورۍ له پیله راهیسې خواړه نه خوړل او د دوشنبې پر ورځ مړه شوه.

ډاکټر واینې وايي، معمولاً فیلان له ۶۵ کلنې وروسته مړژواندي کېږي، خو ایندیرا ښايي له ۸۵ کاله هم ډېر عمر وکړ:

''له نژدې دوو لسیزو راهیسې مو هغې ته پاسته خواړه ورکول. نژدې ۱۵ کاله مخکې یې پر یوه سترګه ړنده شوه او نژدې یوه میاشت مخکې یې په دویمه سترګه کې هم ګل پیدا شو.Bid to rescue elephant stranded by flood

ایندیرا په کاکاناکوټ کې ۱۹۶۸ کال کې نیوله شوې وه او د ډ‌اکټر واینې په وینا خورا ښه روزل شوې وه.

اړونده مطالب