"د حافظ سعید په نظربندۍ سره پاکستان غواړي خپل وګړي د امریکا له بندیزونو وژغوري"

هندوستان ټايمز:

د انځور حقوق AFP
Image caption نیویارک ټایمز وایي، پاکستاني چارواکي په تاکتیکي لوبو کې ماهر دي، خو په اوږدمهاله ستراتیژۍ کې ترې کار خرابېږي.

هندوستان ټايمز په پاکستان کې د جماعت الدعوه مشر حافظ سعيد نيول کېدو ته کتنه کړې چې لاهور کې په خپل کور کې نظر بند دى.

هندوستان ټايمز وايي د حافظ سعيد نيونه به ډېره لاسته راوړنه ونه لري او لومړى وزير نواز شريف بايد پر اوږدمهالو لارو چارو غور وکړي.

د نيويارک ټايمز په خپاره کړي مطلب کې راغلي چې پاکستاني مشران په تکتيکي لوبو کې ښه استعداد لري خو اوږد مهالو ستراتيژيو کې بيا کمزوري دي.

ورځپاڼه زياتوي د حافظ سعيد نيول داسې يو گام دى چې پاکستان غواړي په مټ يې د ولسمشر ټرمپ له لوري امريکا ته پاکستاني وگړو پر سفر د بنديز لگولو هر اقدام مخنيوى وکړي.

ورځپاڼه وايي، امريکا ته پر سفر بنديز به د پنجاب غوره پوړ ته چې ډېرى يې په هغه هېواد کې ژوند کوي د ناورين په مانا وي.

ایکسپرېس ټريبيون:

د انځور حقوق ISPR
Image caption د پاکستان د پوځ نوی ویاند اصف غفور

پاکستانۍ ایکسپرېس ټريبيون ورځپانې د پاکستان د پوځ وياند هغه څرگندونې مهمې بللي چې وايي "پاکستان له هېڅ يوه هېواد سره جگړې ته ليوال نه دى."

جنرال اصف غفور تېره ورځ خبريالانو ته وويل، هېواد یې په افغانستان کې د ترهگرۍ ملاتړ نه کوي.

خو نوموړي هند ته خبردارى ورکړ چې سولې ته د پاکستان ليوالتيا دې ان په تېروتنې کمزوري نه گڼي.

گارډين:

برتانيا چاپ گارډين ورځپاڼې د کډوالۍ په تړاو د ولسمشر ټرمپ اجرايوي حکم ته د وتلو جمهوريپالو سياستوالو د غبرگون څرنگوالي ته کتنه کړې.

ورځپاڼه وايي، که څه هم مرستيال ولسمشر مايکل پنس د ولسمشر د حکم ملاتړ کړى، خو په ٢٠١٥ م کال کې هغه مهال چې نوموړى د انديانا ايالت والي و دغه راز يو وړانديز يې سپکونکى او د امريکا د اساسي قانون په خلاف بللى و.

د ورځپاڼې په وينا، د استازو د جرگې مشر پاول ريان هم د ولسمشر د دغه اقدام ستاينه کړې خو په تېر جولاى کې يې دا نه وه منلې چې امريکا ته د ننوتو پر مهال دې د هغوی دیني تمایلات وارزوي.

دوو نورو وتلو جمهوريپالو سناتورانو جان مکين او لينزي گراهام د ولسمشر ټرمپ دا حکم غندلى.

ورځپاڼه وايي، پخوانى مرستيال ولسمشر دېک چيني چې د ولسمشر ټرمپ ملاتړى هم دى د دغه حکم غندنه کړې.

خو په سنا کې د ډيرکيو مشر مېچ مکانل چې په ٢٠١٥ م کال کې يې د دغه راز يوې لايحې د ردولو خبره کړې وه تر اوسه يې د ولسمشر ټرمپ د حکم په تړاو څه نه دي ويلي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پر ضد د امریکا مختلفو ښارونو کې مظاهرې کېږي.