سیګار: یوازې نیمايي خاوره د افغان حکومت په کنټرول کې ده

د انځور حقوق AFP
Image caption دا لومړی رپوټ دی چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه نوې ادارې ته وړاندې کېږي.

د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا د څار ادارې یا 'سیګار ' د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ته د افغانستان په اړه خپل لومړی رپوټ وړاندې کړی.

په دې وروستي رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان یوازې نیمایي خاوره دا مهال د افغان حکومت تر کنترول لاندې ده.

رپوټ زیاتوي چې د افغان ځواکونو شمېر مخ په کمېدو دی، او په دې هېواد کې د مخدره توکو تولید ورځ تر بلې ډېرېږي.

سیګار: د امریکا بېغورۍ افغانستان کې اداري فساد زیات کړ

سیګار: د بغلان زندان جوړونې ډېری پیسې 'درغل' شوې

افغان حکومت د سیګار وروستی راپور رد کړ

د رپوټ له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره هم تېرکال د وړم کال په پرتله زیاته شوې ده.

د ۲۶۹ پاڼو په دې تازه رپوټ کې، له ګڼ شمېر نیوکو سره سره، د افغان حکومت په ملاتړ هم څرګندونې شوي.

دغه درې میاشتنی رپوټ وایي، داسې نښې شته چې اداري فساد کم شوی دی.

د سیګار ادارې مشر جان سوپکو په خپلو څرګندونو کې ویلي، دا لومړی رپوټ دی چې د امریکا نوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه نوې ادارې ته وړاندې کېږي.

نوموړی زیاتوي، دا د امریکا د نوي حکومت لپاره یو ښه فرصت دی چې د افغانستان د بیا رغونې په اړه غور وکړي او د هغو ۱۱۷ میلیارده ډالرو پوښتنه هم وکړي چې امریکا له ۲۰۰۲ کال راهیسې په افغانستان کې لګولي دي.

سیګار وایي، په تېرو درییو میاشتو کې د دوی پلټنې د دې سبب شوي چې د ۹۹ میلیونه ډالرو په ارزښت د یوه هوټل او اپارتمانونو د جوړونې یو قرارداد لغوه شي.

د دې پروژې لپاره د امریکا له دولته ۸۵ ملیونه ډالره پور اخیستل شوی و، خو سیګار وایي، په پروژه کې شریکو افغان قراردادیانو ته پیسې نه ورکول کېدې.

جان سوپکو په خپل وروستي رپوټ کې وایي، په افغانستان کې تر ۱۵ کلونو تېرولو او د میلیاردونو ډالرو تر مصرفولو وروسته، د بیا رغونې چاره لا هم نیمګړې او له سختو ستونزو سره مخامخ ده.

د ده په وینا، افغان ځواکونه لا هم د بهرنیانو مالي ملاتړ او تکتیکي روزنې ته اړتیا لري.

د انځور حقوق Reuters
Image caption د رپوټ له مخې د افغان امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې شمېره هم تېرکال د وړم کال په پرتله زیاته شوې ده.

سیګار وایي، افغان حکومت پخوا پر ۶۳ سلنه خاوره کنترول درلود، خو اوس وسله والو مخالفینو تر خپل واک لاندې سیمې ډېرې کړې دي.

خو افغانستان د دفاع وزارت د سیګار دا ادعا رد کړې ده.

د یاد وزارت ویاند دولت وزیری وایي، افغان حکومت پر ټولو ۳۴ ولایتونو کنترول لري او یوازې ۸ ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کې دي.

په رپوټ کې دا ادعا هم شوې چې په ۲۰۱۶ کال کې په افغانستان کې اپیمو په تولید کې ۴۳ سلنه ډېروالی راغلی.

رپوټ وایي، افغان کروندګرو تېر کال د کوکنارو له کښته ټولټال ۴۸۰۰ ټنه اپیم ترلاسه کړي.

اړونده مطالب

ورته مطالب