د امریکا سنا ریکس ټېلرسن د ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر په توګه تایید کړ

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ریکس ټېلرسن

د امریکا سنا ریکس ټېلرسن ته د متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بهرنیو چارو وزیر په توګه د تایید رایې ورکړې.

د ټیکساس اوسېدونکي ټېلرسن د اګزون نومي نفتي شرکت مشرتابه پر مهال د روسیې له ولسمشر ولادیمر پوتین سره تاوده اړیکي درلودل.

نوموړی تر یوې میاشتې مخکې پورې د دغه شرکت مشر و او د دندې له پرېښودلو وروسته د یاد شرکت له لوري ۱۸۰ میلیونه ډالر ورکړل شول.

د امریکا دیموکرات او د جمهوریتپال ګوندونو یو شمېر مخور کسان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د نوموړي له تایید سره مخالفت کاوه.

له ښاغلي ټېلرسن نه د پوښتنو لومړنۍ غونډه کې د فلوریډا جمهوریتپال سناتور مارکو روبیو پر ټېلرسن له دې کبله سختې نیوکې کړې وې، چې وايي، پر ایران یې د لګېدلو بندیزونو پر مهال د اګزون موبیل شرکت له لارې دغه هېواد سره راکړه ورکړه کړې وه.

نوموړي له دې کبله هم پر ښاغلي ټېلرسن نیوکې کړې وې، چې وايي ولادیمیر پوتین ته یې د ' جنګي جنایتکار ' ویلو او دغه راز یې سعودي عربستان کې له بشري حقونو د سر غړاوي له غندنې انکار کړی.

خو دې سره هم نوموړي لږ وروسته د ښاغلي ټېلرسن ټاکنه او د کابینې ټاکنې برخه کې د ټرمپ حق تایید کړ.

د سنا له لوري د ټېلرسن تایید د یوه داخلي بدلون له کبله شونی شو، چې د رایې اچوونې له بهیر سره د دیموکراتانو پرېکون هم د نوموړي پر تایید اغېز و نه کړ.