د ځانګړو ویزو لرونکي امریکا ته سفر کولای شي

ټرمپ د انځور حقوق EPA
Image caption د امریکا ولسمشر ډونلډ ټر مپ د یوه ځانګړي فرمان له مخې د ۹۰ ورځو لپاره د اوو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو د امریکا تګ بندیز لګېدلی.

په داسې حال کې، چې دا وروستیو کې یو شمېر کسان، چې د امریکا ویزه یې درلوده او د سفر لپاره یې ټکټونه هم درلودل عین د سفر پیل پر مهال یې په الوتکو کې د کېناستو مخه نیول شوې وه، د امریکا د پولو سر پرست کمشنر یوې خبرې غونډې ته وویل، د ځانګړو کډوالو ویزا درلودونکي کولای شي، پرته له کوم خنډ او ځنډه امریکا ته ورشي.

اوس د پولو او ګمرکونو سرپرست کمشنر کیېوین مکالینان ویلي، هغه کسان چې د امریکا کې د دایمي اقامت تذکره یا ګرین کارت لري او یا د ایس ای وي په نوم د ځانګړي کډوالو یوه ویزه لري، چې په هغه کې ګڼ شمېر عراقیان او افغانان شامل دي، کولای شي استثنا تر لاسه کړي او امریکا ته له کومې ستونزې پرته ننوځي.

"د اوو هېوادونو دوه تابعته وګړي د امریکا ويزه نه شي اخيستی"

د امریکا ۹۰۰ ډیپلوماټانو د ټرمپ د پالیسۍ ضد یادښت لاسلیک کړ

د امریکا متحدو ایالتونو هوايي ډګر کې کډوال نیول شوي

د نیویارک جي ایف کېنیډي هوايي ډګر کې د یو شمېر مساپرو نیول کېدو رپوټونه هم ورکړل شوي وو، خو اوس له دې مخکې د بشري حقونو د یوه سازمان فعالانو د هغو کډوالو خوشي کېدو لپاره محکمې ته عریضه کړې وه، چې د امریکا جان ایف کېنیډي هوايي ډګر کې نیول شوي وو.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د دغو بندیزونو پر ضد د نړۍ لر او بر کې مظاهرې وشوې

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټر مپ د یوه ځانګړي فرمان له مخې د ۹۰ ورځو لپاره د اوو اسلامي هېوادونو پر اوسېدونکو د امریکا تګ بندیز لګېدلی.

نو ون لیفټ بیهاینډ په نامه یوې خیریه ټولنې پر خپله فېسبوک پاڼه د ځينو فورمو لینکونه خپاره کړي، چې وايي هغه افغانان او عراقیان، چې ایس ای وې ویزا لري او امریکا ته د تلو لپاره یې د الوتکې ټکټ اخیستی، کولای شي دغه فورمه ډکه کړي.

دوی دغه راز له هغو عراقیانو، چې ویزا یې درلوده، خو له سفره منع شوي وو، غوښتي، چې یوه ځانګړې فورمه ډکه کړي.

د ټولنې پر پاڼه یوه ویډیويي کلیپ خپور شوی، چې په کې د یاسر رضايي په نامه یو افغان لیدل کېږي، چې د امریکا یوه هوايي ډګر کې دغه هېواد ته د ننوتو اجازه ورکول کېږي او ګڼ فعالان یې هرکلي ته ولاړ دي.

فعالان د دغه افغان تود هر کلی کوي او د امریکا بیرغ یې پر اوږه اچوي. دوی شعارونه ورکوي، چې دغه سړي په جګړه کې زموږ له ځواکونو سره همکاري کړې، ځکه مستحق دی، چې باید خپل نوي کور ته د ننوتو اجازه ورکړل شي.

د انځور حقوق .
Image caption په دغه خبرپاڼه کې ټينګار شوی هغه کسان چې له وړاندې يې د ويزې او يا هم د انټرويو لپاره وخت اخيستی سفارت ته لاړ نه شي.

د نیویارک او امریکا نورو ښارونو په ګډون ګڼو معترضانو د نړۍ لر او بر کې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان پرضد اعتراض وکړ چې د اوو هېوادونو ویزه لرونکي وګړي یې امریکا ته له ننوتلو منع کړي دي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شنبې په ورځ وویل، چې دا فرمان یې "امریکا ته د مسلمانانو د تګ د مخنیوي مانا نه لري".

خو د امریکا ولسمشر ډونلډټرمپ وايي د دغې چار هدف دا دی، چې د ' اسلامي سخت دریځو ترهګري ' امریکا ته داخله نه شي.

بل لور ته د بشري حقونو فعالان وايي، د کډوالو او ترهګرۍ تر منځ هېڅ تړاو نه شته.

اړونده مطالب

ورته مطالب