د جګړې په ډګر کې پر ښکلا مین سرتېري

د انځور حقوق IWM
Image caption د لومړۍ نړیوالې جګړې منظر، د هندي پوځیانو له نظره

د مرمیو په شڼهار، د توپونو په ګړزهار او د الوتکو په زوږ کې له کوره راغلي لیکونه زما لپاره یوازینۍ تکیه ده. دا د نړیوالې جګړې پر مهال د هغه هندي پوځي د لیک یوه برخه ده، چې د فرانسې له جبهې یې خپل ورور ته لېږلی و.

د ۱۹۱۴ او ۱۹۱۸ کلونو تر منځ نږدې یو میلیون او درې سوه زره هندي پوځیانو دغه جګړه کې برخه درلوده، چې نژدې ۷۴ زره یې وژل شوي وو. د جګړې پنځه کلن بهیر کې دغو پوځیانو سلګونه زره لیکونه خپلو کورونو ته استولي وو.

Image caption دغه لیکونه برټش لایبریري کې خوندي دي، چې د جګړې پر مهال د هندي پوځیانو د مشاهدې، ذهني حالت او جګړۍ د ورانۍ، ویجاړۍ حال وايي.

یوه سرتېري لیکلي: 'مرمۍ د پشه کال د باران څاڅکو په څېر تېرېږي. '

یوه بل لیکلي: 'مړي کرونده کې د پرې شویو جوارو د ګېډیو په څېر پراته دي. '

دغه لیکونه به د بریتانیا سانسور ادارې له لوري له تایید وروسته، منزل ته استول کېدل. سانسور چارواکو به د جګړې معلومات او نومونه له لیکونو لېري کول او داسې هم شوي، چې لیک له سره نه دی استول شوی.

الله دته او مصطفی د پنجاب په جهلم سیمه کې نتهوخان ته لیکلي:

' هر څوک چې وايي، فرانسې کې جګړه نه شته، دروغ وايي، سخته جګړه روانه ده، زرګونه مېندې بورې شوې دي.

د انځور حقوق Other
Image caption د رام سینګ نومي پوځي دغه لیک سانسور ادارې استول کېدو ته نه و پرې ایښی

رام سینګ نومي سرتېري د بریتانیا له برایټن کچنر هندي روغتونه خپل پلار ته لیکلي و:

' موږ د جګړې حال لیکلو اجازه نه لرو، ورځپاڼې دروغ وايي، موږ یوازې څلور سوه ګزه ځمکه نیولې ده '

یوه مامور هند کې خپل ورور ته داسې ګیله کړې:

'ته نه پوهېږې، کله چې ما ته ستا، زما د مېرمنې او یا پي ایس اې لیکونه اونۍ وروسته هم نه رسېږي، څومره خواشینی کېږم. دلته د مرمیو په شڼهار، د توپونو او الوتکو په شور او زوږ کې له کوره راغلي لیکونه زما لپاره یوازینۍ تکیه ده. '

په سخته یخنۍ او بارانونو کې د هندي پوځیانو لپاره د خندقونو جګړه تر ټولو سخته وه.

د انځور حقوق IWM
Image caption په سنګرونو کې ناست هندي پوځیان، چې د ګازو مخنیوي ماسکونه یې پر مخونو تړلي

یو شمېر لیکونو کې پوځیانو خپلو، خپلوانو ته توصیه کړې، چې پوځ کې دنده و نه کړي.

له فرانسې نه یوه سرتېري کوهاټ کې خپل ورور ته لیکلي:

'دښمن زموږ پر خندقونو ګاز کارولی، زما ژامه وچه شوې وه، خو اوس ښه یم '

یو شمېر پوځیانو د اروپا ښکلا ښاپېرو ته ورته بللې.

له فرانسې نه جلال الدین یوپي کې حاجي سادات او میرخان ته لیکلي، ' فرانسه کې ښکلا پرېمانه ده '

د انځور حقوق IWM
Image caption د اروپا او اروپایانو ښکلا پر هندي پوځیانو ډېر اغېز کړی و

یوه روغتیاپال هند کې خپلې مېرمنې ته لیکلي: برایټن کې هر لور ته نجونې لیدل کېږي، چې پر مساپرو مهربانې دی. هغوی سره لاس پر لاس ګرځي او پر غنم رنګو مري.

د انځور حقوق British Library
Image caption د چرسو غوښتنه

له فراسنې نه یوه سرتېري کومل کومار بدایون کې ډوري کومار ته لیکلي:

'هر څومره ژر چې ممکن وي، د چرسو څلور چکۍ راواستوه، ځکه د ډېرې یخنۍ له کبله ورته سخته اړتیا ده. '

غریب الله نومي سرتېري بیا پېښور کې خپلو دوستانو ته لیکلي، چې د لیک له موندلو سره سم یوه توله اپیم ورته واستوي.

د انځور حقوق British Library
Image caption فرانسې کې له رنجو او نکریزو پرته پیکه خوښۍ

له فرانسې نه نورباز کوهاټ کې له ګل بادښاه غوښتي ' فرانسه کې مو څلور اخترونه له نکریزو او رنجو پرته تېر کړل، دغه څېزونه سملاسي راوستوه '

یوه سرتېري هند کې خپلې مېرمنې ته لیکلي:

زما مېرمنې، زما زړګیه!

'ته خواشینې کېږه مه، اوږدو سفرونو زما سترګې پرانیستې، دلته ټول انسانان برابر دي، ټول خلک خپل ژوند چارو کې بوخت دي او ښه خویونه لري. '

پر تا میین

ګنېش

اووه سوه زره هندي پوځیان د ترکیې عثمانیه سلطنت پر ضد د جګړې ډګر ته وتلي و. دغو پوځيانو کې یو شمېر مسلمانان هم وو، چې له جګړې یې انکار وکړ او زنداني شول، خو یو شمېر نورو بیا دا له انګریزانو سره د وفادراۍ ښوولو لپاره ښه فرصت وباله.

د انځور حقوق British Library
Image caption د وفاداري ثابتولو فرصت

فرانسه کې یوه مسلمان سرتېري هند کې خپل ورور ته لیکلي: له برتیانوي حکومت سره زموږ د کورنۍ وفاداري ثابتولو لپاره له دې ښه فرصت نه شو موندلای، زه منم، چې ترکیه یو مسلمان هېواد دی، خو موږ پرې څه کوو؟

دغه پوځیان اوس خاورې شوي دي، خو له دوی پاتې لیکونه د تاریخ ګڼ اړخونه راسپړي.

اړونده مطالب