د ټرمپ له کډوالۍ پروګرام سره د مبارزې لپاره د ټویټر کاروونکو یو میلیون ډالر مرسته

د انځور حقوق PA

د ټولنیزې شبکې ټویټر کاروونکو په امریکا کې د مدني ازادیو له ټولنې سره له یو میلیون ډالرو ډېره مرسته کړې ده.

دغې ټولنې ژمنه کړې، چې د ډونلډ ټرمپ د کډوالۍ له پروګرام سره به مبارزه کوي.

رپوټونو کې ویل شوي، چې دغې ټولنې تېرو څو ورځو کې له ۲۴ میلیونه ډالره ډېره بسپنه تر لاسه کړې ده.

ډونلډ ټرمپ تېره اونۍ یو ځانګړی فرمان لاسلیک کړ، چې له مخې به یې د څلورو میاشتو لپاره کډوال امریکا ته نه ورځي او دغه راز به د اوو هغو هېوادونو پر وګړو درې میاشتې د امریکا سفر بندیز وي، چې ډېری اوسېدونکي یې مسلمانان دي.

د ټیکسي ګاډو یوه شرکت هم مخکې ویلي و، راتلونکو څلورو کلونو کې به د مدني ازادیو له ټولنې سره یو میلیون ډالره مرسته وکړي.

بلومبرګ دغه راز وايي، د امریکا یو شمېر تکنالوژي کمپنيو ډونالډ ټرمپ له طرحې سره د مخالفت لړ کې له دوی سره مرسته کړې.

وایبر نومي شبکې د هغو هېوادونو اوسېدونکو ته چې له دغه بندیزه اغېزمن شوي ویلي، چې د دوی شبکې له لارې وړیا ټیلیفون کولای شي.

هغه اووه هېوادونه چې د دریو میاشتو لپاره یې اوسېدونکي امریکا ته د سفر اجازه نه لري ایران، عراق، سوریه، لیبیا، یمن، سودان او سومالیا دي.

د انځور حقوق Reuters

ورته مطالب