امریکا د 'توغندويي ازموینې' له امله پر ایران نوي بندیزونه لګوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ډونلډ ټرمپ وايي، د ایران پرضد یو غوراوی هم له پامه نشي غورځولی

رپوټونه وایي، چې د ډونلډ ټرمپ په مشرۍ د امریکا حکومت به د توغندويې ازموینې له امله پر ایران نوي بندیزونه ولګوي.

رویټرز خبري اژانس ته د امریکا په حکومت کې سرچینو ویلي، چې واشنګټن ممکن د جمعې په ورځ پر اتو ایرانیو شرکتونو یا ادارو بندیزونه ولګوي.

والسټریټ جورنال ورځپاڼې هم ویلي، دغه ممکنه بندیزونه به پر څو شرکتونو، پوځي بنسټونو او وګړو په دې تور ولګېږي، چې د "ترهګرۍ" ملاتړ کوي او یا هم په توغندويي پروګرام کې لاس لري.

د امریکا سپینې ماڼۍ او مالیې وزارت تراوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

* ایران وايي نوی توغندی یې ازمویلی

* ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

له بلې خوا د امریکا د مشرانو جرګې د بهرنیو اړیکو د جرګه ګۍ مشر باب کورکر او ۲۱ جمهوریپالو او ډیموکراټو سناتورانو د پنجشنې په ورخ په پرانیستي لیک کې له ولسمشر ټرمپ وغوښتل چې پر ایران بندیزونه سخت کړي.

په دغه لیک کې راغلي: د ایران مشران باید سخت فشار وویني، ترڅو له ګډوډۍ جوړونکو فعالیتونو، د ترهګرو ډلو له ملاتړ او بالستیک توغندیو له ازموینو لاس واخلي.

دغو سناتورانو ویلی، چې پر ایران دې اوسني بندیزونه بشپړ پلي شي او د توغندويي پروګرام له امله دې نوي بندیزونه پر ولګېږي.

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکا مشرانو او ولسي جرګه هم پر ایران د بندیزونو سختېدل غواړي.

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم د پنجشنبې په ورځ د ایران پرضد د ممکن پوځي غوراوي د پوښتنې په ځواب کې وویل، ' د ایران پر وړاندې هېڅ غوراوی هم له لاسه نه دی وتلی. '

د سپینې ماڼۍ ویاند شان سپایسر هم خبرداری ورکړی، چې "د ایران له دښمنۍ ډکې کړنې" به بې ځوابه پاتې نه شي.

د امریکا ولسي جرګې مشر پل ریان هم پر ایران د نویو بندیزونو د لګېدلو ملاتړ کړی دی.

ډونلډ ټرمپ او د هغه د ملي امنیت سلاکار مخکې هم ویلي وو، چې د وروستیو توغندويي ازموینو له امله یې ایران ته "رسمي خبرداری" ور کړی دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند بهرام قاسمي د امریکا خبرادري رد کړي او ویلي یې دي، چې د ایران توغندويي ازموینې له نړیوالو قوانینو سره په ټکر کې نه دي.

اړونده مطالب

ورته مطالب