"اروپایي ټولنه د ټرمپ له خوا ټاکل کېدونکی استازی د ځان دوښمن بولي"

ګارډین :

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په پام کې ده چې د امریکا نوی ولسمشر ټیټ مالوچ د اروپا ټولنې لپاره د سفیر په توګه وټاکي.

برتانوۍ ورځپاڼې ګارډین په یوه ځانګړې مطلب کې لیکلي چې د اروپا په پارلمان کې مهم غړي بې سارې هڅه کوي چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ له خوا د ټاکل کیدونکي سفیر چې اروپايي ټولنه کې به د امریکا استازی وي، مخه ونیسي.

ورځپاڼه په پارلمان کې د مخکښو ګوندونو د استازو په حواله وايي چې د ښاغلي ټرمپ له خوا ټاکل کیدونکی استازی دوښمن دی.

په پام کې ده چې د امریکا نوی ولسمشر ټیټ مالوچ د اروپا ټولنې لپاره د سفیر په توګه وټاکي.

ښاغلي مالوچ بي بي سي سره یوه مرکه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په اروپايي ټولنه کې د استازي دندې ته لیواله دی ،ویلي و د دپلومات په توګه مې په پخوانۍ دنده کې د شوروي ا تحاد له منځه تللو سره مرسته وکړه نو ښايي دغلته داسې یوه بله ټولنه هم وي چې یو څه سبق باید ورکړل شي.

نیویارک ټایمز :

نیویارک ټایمز ورځپاڼې د امریکا او اروپا ترمنځ د اړیکو په اړه یو مطلب خپور کړی، لیکوال زیاتوي چې اروپا له یوه نوي ګواښ سره مخامخ ده او هغه یوه داسې امریکا چې مشر یې ډنلډ ټرمپ دی.

لیکوال زیاتوي اروپا اوس له یوې داسې امریکا سره مخامخ ده چې هره ورځ د یوه هېواد پرضد په اصطلاح یوه نوې جګړه پیلوي او دې ته نه ګوري چې دا هېواد دښمن او که دوست دی.

لندن ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption په بهرنیو مشرانو کې میرمن مې هغه څوک وه چې ښاغلي ټرمپ ورسره لومړی وکتل.

د برتانیا چاپ لندن ټایمز د امریکا او اروپا په اړه یوه مطلب کې لیکلي چې په پام کې ده نن لومړۍ وزیره تیریزا مې اروپايي مشرانو ته د امریکا د ولسمشر هغه پیغام ورسوي چې وايي که غواړي ناټو سازمان په خپل ځای پاتې شي نو د دفاع په برخه کې دې پر خپلو ژمنو ولاړ پاتې شي.

په راپور کې ویل شوي چې میرمن مې په مالټا کې له اروپايي مشرانو سره ګوري.

په بهرنیو مشرانو کې میرمن مې هغه څوک وه چې ښاغلي ټرمپ ورسره لومړی وکتل.

د تیریزا مې د دفتر د ویاند په حواله لندن ټایمز لیکي چې مېرمن مې به اروپايي مشران وهڅوي چې له ژمنې سره سم د ناخالص ملي عاید دوه سلنه په دفاعي برخه کې ولګوي.

ایکسپرېیس انډیا:

هندۍ ورځپاڼې ایکسپریس انډیا په پاکستان کې د جماعة الدعوة ډلې د مشر حافظ سعید په کور کې د نظر بند کولو په اړه په یوه مطلب کې لیکلي چې پوځ له دغې ډلې سره ټکر نه غواړي، بل لورته د حافظ سعید پلویان هم لارو کوڅو ته را ونه وتل، خو دا چې حکومت نه بلکې پوځ په دې اړه خبرې کوي په دې مانا ده چې د پوځ او دغې ډلې ترمنځ جوړ جاړی شوی.

د مطلب لیکوال زیاتوي، چې د دغې خبرې تر ټولو معقول تفسیر دا دی چې پاکستان غواړي لویدیځ او د چین په څیر د پاکستان ملګرو هېوادونو ته ډاډ ورکړي چې دوی د خپلو لاسپوڅو کنټرول په خپل لاس کې لري.

د مطلب لیکوال زیاتوي، د پاکستان لپاره سره کرښه اوس د دغه هېواد بقا ده.

د انځور حقوق SAJJAD HUSSAIN
Image caption هندیان د حافظ سعید محاکمه غواړي.

ایکسپریس ټریبیون

پاکستانۍ ورځپاڼې ایکسپریس ټریبیون ادعا کړې چې د افغانستان په خوست ولایت کې د بې پيلوټه الوتکې وروستي برید کې له طالبانو د جلا شوې ډلې د مشر ملا محمد رسول وراره ملا اختر رسول چې د هغه زوم هم دی د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.

د خوست ځايي چارواکو ویلي په دغه برید کې د طالبانو څلور قومندانان وژل شوي خو ایکسپرېس ټریبیون ویلي په دغه برید کې پنځه طالب وسله وال وژل شوي دي.