۸۰ زره کډوال د سوريې او اردن پر پوله بند پاتې دي

نژدې ۸۰ زره خلک په سوریه کې د "اسلامي دولت" نومې ډلې له وېرې تښتېدلي دي خو اوس د دغه هېواد او اردن پر پوله په ډاګ ایسار دي.

مرستندویه ادارې وايي ډېره ورته ګرانه ده چې په رکبان کې خلکو ته مرستې ورسوي.

دوی خبرداری ورکوي چې دغه ځای به هم اوس له سوریې په خلکو ډک شي.