د بيزوګانو قاچاق
د بيزوګانو قاچاق
د نړیوالو پولیسو یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته ويلي چې د چمپنزي/ بیزوګانو د قاچاق مخنیوي لپاره لا نورې مالي مرستې ته اړتیا ده.
په روانه اوونۍ کې موږ د بي بي سي د هغې پلټنې په اړه رپوټ درلود چې په افریقا کې یې د دې بیزوګانو په اړه جوړ کړی و.
د راپور له مخې یوه لویه نړیواله قاچاقي کړۍ دا ژوي ښکار کوي او بیا یې د منځني ختیځ او اسیا ځینو هېوادونو ته وړي او په زرګونو ډالرو یې پلوري.