د ټرمپ د کډوالۍ بندیز: محکمې د ټرمپ د کډوالۍ فرمان ځنډولی

د انځور حقوق AFP
Image caption د لاریونیانو یو شعار: زه له خپل مسلمان ګاونډي سره مینه لرم

د امریکا د ګمرک ادارې ویلي، هغه کسان اوس امریکا ته تللی شي، چې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د فرمان له مخې پرې امریکا ته د تګ بندیز لګول شوی و.

دا ګام وروسته تر هغه واخیستل شو چې د امریکا واشنګټن کې یوې محکمې د لنډ وخت لپاره امریکا ته د اوو مسلمانو هېوادونو د وګړو د سفر بندیز په تړاو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اجراییوي مشر ځنډولو امر وکړ.

ګمرک هوايي شرکتونو ته ویلي، له بندو شویو هېوادونو مسافر راوړلی شي.

د امریکا نوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپل کار په لومړیو ورځو کې امریکا ته د ایران، عراق، سوریې، یمن، سودان، سومالیا او لیبیا د وګړو پر سفر بندیز ولګاوه، چې پراخ نړیوال غبرګونونه یې راوپارول.

د امریکا واشنګټن په سیاټل ښار کې د محکمې قاضي جیمز روبارټ د جمعې په مازدیګر د دولت د وکیلانو پرضد رایه ورکړه او ویې ویل چې وکیلان د ټرمپ د امر پلي کولو صلاحیت نه لري.

ټرمپ او د استرالیا لومړي وزیر "پر ټیلېفون شخړه کړې"

د امریکا یوه قاضي د ټرمپ د کډوالۍ فرمان پلي کول درولي

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
ټرمپ او مسلمانان

قاضي روبارټ وویل "واشنګټن ایالت وښوده چې دغه فرمان سم لاسي او نه جبرانېدونکې زیان اړولی دی".

تېره اونۍ د ټرمپ د دغه فرمان پروړاندې د امریکا ګڼو ښارونو او هوايي ډګرونو کې لاریونونه وشول او د امریکا په ځینو هوايي ډېرونو کې ډېره ګډوډي رامنځ ته شوه.

۶۰ زره وېزې

د انځور حقوق Reuters
د انځور حقوق Reuters
Image caption د امریکا ګڼو هوايي ډګرونو کې د مسلمانانو د بندیز پروړاندې لاریونونه وشول

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه حکم له اعلانېدا وروسته تر اوسه امریکا ته د ننوتلو لپاره ۶۰ زره وېزې لغوه شوې دي.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې د ټرمپ فرمان "قانوني او مناسب" بللی دی.

ملګرو ملتونو او ګڼو نورو هېوادونو هم د فرمان پروړاندې غبرګون ښودلی، خو د امریکا دولت وايي دا فرمان د امریکا د امنیت د ښه کولو په پار شوی.

د امریکا ۹۰۰ ډیپلوماټانو د ټرمپ د پالیسۍ ضد یادښت لاسلیک کړ

"د اوو هېوادونو دوه تابعته وګړي د امریکا ويزه نه شي اخيستی"

د ځانګړو ویزو لرونکي امریکا ته سفر کولای شي

واشنګټن ډي سي کې د بي بي سي خبریال ډیویډ ویلیس وايي، اوس د ټرمپ دولت له یوې لویې ستونزې سره مخامخ دی، داسې چې د یادو بندو شویو اوو هېوادونو وګړي یوازې د کاغذ له مخې د امریکا د وېزې ترلاسه کولو غوښتنه کولای شي.

رویټرز خبری اژانس وايي، د حکم له صادرېدو وروسته د امریکا د سرحد ساتنې او ګمرکونو ادارې هوايي شرکتونو ته ویلي له یادو اوو هېوادونو وګړي امریکا ته راوړلی شي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د ټرمپ د حکم پروړاندې مظاهرې وشوې

واشنګټن هغه لومړنی ایالت دی چې د ټرمپ د حکم پروړاندې یې محکمې ته شکایت کړی دی.

د واشنګټن قاضي باب فرګوسن ویلي، د ټرمپ امر ددغه ایالت د وګړو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړی او له تبعیض سره مخامخ شوي دي.

مینا سوټا ایالت هم ورته شکایت کړی.

دغه دواړه ایالتونه د اوس لپاره د ټرمپ د امر نه عملي کولو په درشل کې دي.

په شکایت کې ویل شوي، چې د دولت امر ناقانونه او له اساسي قانون سره په ټکر کې دی.

ښاغلي فرګوسن محکمه کې وویل: "واشنګټن ایالت د ټرمپ د غیر منطقي امر پروړاندې د خپلو وګړو د زیانمنېدو د مخنیوي او د هغوی د ساتنې لپاره ژوره لېوالتیا لري".

د انځور حقوق AFP
Image caption تېره اونۍ کې د امریکا ګڼو هوايي ډګرونو کې د ټرمپ د کډوالۍ د مخنیوي د فرمان پروړاندې مظاهرې وشوې

ټرمپ پخپل امر کې امریکا ته د ۹۰ ورځو لپاره د یادو اوو هېوادونو د وګړو پر ورتګ بندیز لګولی، همدارنګه امریکا ته د کډوالو د ورتګ پروګرام یې هم د ۱۲۰ ورځو لپاره ځنډولی دی.

ورته مطالب