قانوني لانجه: محکمې د ټرمپ د کډوالۍ فرمان ځنډولی

قانوني لانجه: محکمې د ټرمپ د کډوالۍ فرمان ځنډولی

له اوو اکثريت مسلمانو هېوادونو د مساپرو پر ورتګ د ولسمشر ټرمپ درې مياشتني بنديز د امريکا يوه قاضي له لوري کلک ګوزار خوړلی دی.

هوايي شرکتونو ته ويل شوي دوی اوس داسې مساپر لېږدولی شي، چې د سفر قانوني سندونه او پاڼې ولري.

دا پرمختيا د يوه قاضي له لوري له يو لنډمهالي حکم له خپرېدو وروسته راځي، چې د دغه هېواد لروبر پلی کېدی شي.

سپينې ماڼۍ دا کار د غوسې وړ بللی، او هوډ یې ښوولی چې د بنديز بيا پر ځای کولو لپاره به مبارزه کوي.