ولې پر خوړو د شخوند غږ اورېدو سره غوسه کېږو؟

. د انځور حقوق Thinkstock

د بریتانیا ساینس پوهانو د انساني مغزو یوه څېړنه کې دې ته کتنه کړې، چې ولې ځیني خلک د اسویلي یا پر خوړو د شخوند وهلو غږونو اورېدو سره غوسه کېږي.

دوی وايي دغه حالت چې میزوفونیا نومېږي، پر دړه د نوکارو کاږلو له غږ سره توپیر لري.

میزوفونیا هغه حالت دی چې ځیني خلک د خوړو د شخوند یا ورته نورو غږونو اورېدو سره سم د نا ارامۍ احساس کوي او سملاسي غبرګون ښيي.

۲۹ کلنه " اولانا تانسلي هنکوک" د انګلستان کینټ سیمې ده. نوموړې وايي د دغو غږونو له اورېدو سره داسې احساس کوي، چې یوه ګواښ سره مخامخ ده.

'' فکر کوم یو ګواښ شته او ګوزار ته اړتیا ده، دا یوه شخړه ده او یا جګړې ته غبرګون یا ځواب. ''

بریتانوي ساینسپوهان وايي، د یو شمېر کسانو دماغونه دغسې حالت کې چې دغه ډول غږونه اوري یو ډول افراطي احساساتي غبرګون ښيي.

اولانا هغه مهال اته کلنه وه، چی دمیزوفونیا حالت یې دماغ کې وده وکړه. نوموړې د اسویلو، شخوند وهلو او یا نور زوږ اورېدو سره حساسیت لري. هغه وايي:

کله چې څوک وچ چپس ' د کچالو له ټوټو جوړ خواړه ' خوري پر ما ډېر ناوړه اغېز کوي. زما له لوري د غبرګون لپاره همدا کافي ده، چې څوک د چپسو کڅوړه کړپوي. دا عادي ناکراري نه ده، بلکې یوه سملاسي ناکراري ده.

ساینس پوهانو د اولانا په ګډون د بریتانیا په یو شمېر څېړنیزو مرکزونو کې د ۲۰ داسې کسانو ماغزه معاینه کړي، چې د دغه ډول غږونو اورېدو له کبله غوسه کېږي. دوی د ۲۲ نورو هغو کسانو معاینات هم کړي، چې دغه ډول ستونزه نه لري.

د دغی څېړنې پایله چی د ' اوسنۍ بیولوژۍ ' په مجله کې خپره شوې ښيي، چې د مغزو یوه برخه، چې د انسانانو حواس او احساسات سره نښلوي، د میزوفونیا په حالت کې په غیر عادي ډول فعالیږي.

د نیوکاسل پوهنتون کی ډاکتر سوخ بیندر وايي:

د انځور حقوق Getty Images

''کله چی دوی داسې غږونه واوري، د غبرګون سرعت یې ډېر شي. د ډېری هغو غبرګون غوڅ وي. دا کرکه نه ده، بلکې ډېر احتمال دا دی، چې له غوسې ډک احساس دی، دا یو عادي غبرګون ښکاري، خو وروسته ډېر شي. ''

دا ستونزه درملنه نه لری خو اولانا د دې لپاره غوږۍ کارووي او پوهیږي، چې د کافیین او شرابو څښل د دې دغه حالت نور هم ډېروي.

دغه ناورغي دا وروستیو کې کشف شوې او هغسې چې یې تر اوسه لاملونه معلوم نه دي، درملنه یې هم معلومه نه ده. خو ماهرین وايي، دوی هیله مند دي، چې پر دغې ناروغۍ د اخته کسانو دماغونو کې پر توپير پوهېدل به د دغې ناروغۍ پر درملنې پوهېدو کې هم مرسته وکړي.