د شپیګل اونیزې پر پوښتۍ نیوکه: ټرمپ د ازادۍ مجسمې سر غوڅوي

د انځور حقوق DER SPIEGEL/ REUTERS
Image caption د 'دیر شپیګل' اونیزې پر پوښتۍ رسم شوی کارتون

د جرمني پر مشهورې اونیزې "دیر شپیګل" له دې کبله توندې نیوکې شوې، چې د مجلې پر لومړۍ پوښتۍ یې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو انځور رسم کړی چې د ازادۍ د مجسمې سر یې غوڅ کړی او له پورته نیولې چړې یې وینې څاڅي.

د ټرمپ بل لاس کې د ازادۍ د مجسمې غوڅ کړی سر ښکاري او ترڅنګ یې "لومړی امریکا" شعار لیکل شوی دی.

ګڼو ورځپاڼو پر شپیګل نیوکې کړې. د اروپايي پارلمان مرستیال مشر الکسندر ګراف لامبسډوروف دغه رسم شوی انځور "بې ذوقه" یا "بې مزې" بللی.

دی وايي، دغه رسم "د د ټرمپ په پرتله دیر شپیګل د خبریالانو په اړه ډېر معلومات راکوي".

پر ټرمپ د نیوکه کونکي جان لیوس ملاتړ شوی

پاپ پر ډونالډ ټرمپ کلکه نیوکه وکړه

خو کارتونیست ایدل رودریګیز ویلي، له رسم یې هدف د "ډیموکراسۍ پر غاړې د چړې راتېرول" دي.

په وروستیو کې کله چې ټرمپ ولسمشرۍ ته ورسېد، د امریکا او جرمني ترمنځ اړیکي ترینګلي شوي دي. ټرمپ د جرمني د صدراعظمې انګیلا میرکل پر تګلارو نیوکه وکړه.

ټرمپ وویل، که میرکل څه باندې یو میلیون کډوال - چې ډېری یې د منځني ختیځ دی، ومني، دا به یې "ناوریني تېروتنه" وي.

د کډوالۍ چارو کې د ټرمپ مرستیال وروستیو کې د جرمني پر حکومت نیوکه وکړه.

د انځور حقوق @THEECONOMIST
Image caption د بریتانیا ایکانومیست اونیزې د ټرمپ یو انځور خپور کړی، چې د مولوټوف شرابو بوتل غورځوي

د "دیر شپیګل" اونیزې پر پوښتۍ دا کارتون په تېره ډسمبر میاشت کې نیویارک کې د "ډېلي نیوز" پر ورځپاڼې کښل شوي رسم ته ورته دی. هغه پخوانی کارتون ډېر توند نه و.

رودریګیز - چې په ۱۹۸۰ کال له کیوبا نه امریکا ته د کډوال په توګه تللی - واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته په خبرو کې ویلي: "غوښتل مې ټرمپ له "اسلامي دولت" (داعش) ډلې سره پرتله کړم ؛ ځکه چې دواړوه سخت دریځي دي."

ټرمپ تر بیا امر پورې امریکا ته د سوریايي کډوالو تګ وځنډواه

پر خځنده د ډونلډ ټرمپ نوم اېښودل شوی

د "دیر شپیګل" اونیزې اېډېټر کلاوس برینکبومر د اونیزې په مقاله کې ویلي، ټرمپ غوښتل چې "له ازادۍ پرته ډیموکراسۍ رامنځ ته کړي".

سپینې ماڼۍ پر ځینو رسنیو تور لګولی، چې ګني "د امریکا د ولسمشر او نوې ادارې د سپکولو په موخه یې نامسؤولانه خبرې او رپوټونه خپاره کړي".

د انځور حقوق @JACKFOWLER
Image caption محافظه کارې نېشنل ورځپاڼې بیا د ملتپالنې د دفاع لپاره پوښتۍ خپره کړې ده.
د انځور حقوق NEW YORKER/INSTAGRAM
Image caption نیویارکر مجلې - چې د هیلیري کلنټن ملاتړې ده - د امریکا د ازادۍ مجسمه رسم کړې چې له ککرۍ یې مړې کېدونکې لمبې پورته کېږي.

ورته مطالب