'هله به د ښځې په شان کالي واغوندم چې ته ولسمشر غوندې چلند وکړې'

الیزابت رونی، د انځور حقوق ELIZABETH ROONEY
Image caption د پولیسو افسرې الیزابت روني لیکلي: "زه فکر کوم د ډونلډ ټرمپ دا څرګندونې چې 'یوه ښځه باید د ښځې په شان کالي واغوندي' ښځې ځپونکې دي او د ولسمشرۍ د اصولو خلاف دي"

کله چې د ډونلډ ټرمپ د کارکوونکو پر سر او وضعې غږېږو، داسې ښکاري چې معیار یې لوړ دی. ظاهراً د ټرمپ شاوخوا کړۍ کې باید هغسې کالي واغوندئ چې ستاسې د کار له څرنګوالي سره اړخ ولګوي.

ناتایید شوي راپورونه وايي ښاغلي ټرمپ ټاکلي چې "ښځې باید د ښځو په شان کالي واغوندي". دا خبره ټولنیزو شبکو کې له ګڼو غبرګونو سره مخ شوې ده.

د ټرمپ د کمپاین د یوه پخواني کارکوونکي په وینا چې د اکسیو یوه راپور کې خپور شوی، ښاغلي ټرمپ ده ته کارکوونکو سړیو ته ویلي چې نکټايي وتړي او ښځو ته یې ویلي چې "مناسب" کالي واغوندي.

ډونالډ ټرمپ د جنین سقط په تړاو خپلې خبرې اصلاح کړي دي

د ټرمپ له کرکې پر ډکو څرګندونو تازه نیوکې شوې

دغه راپور کې راغلي چې ښځینه کمیس لومړیتوب لري، خو که یوه ښځینه کارکوونکې جین پتلون اغوندي نو باید "سمه او منظمه" ښکاره شي.

د انټرنټ ډېرو کاروونکو د #DressLikeAWoman هشتګ په کارولو کلک غبرګون ښودلی دی.

د ښځو په اړه "له ترټلو ډکې" څرګندونې

د امریکا باسټن ایالت کې د پولیسو افسرې الیزابت روني چې په پوځ کې یې هم خدمت کړی په یونیفورم کې خپل عکس خپور کړی.

هغې بي بي سي ته وویل: "هله به د ښځې په شان کالي واغوندم چې دی د ولسمشر په شان چلند وکړي. زه فکر کوم د ده دا څرګندونې چې 'یوه ښځه باید د ښځې په شان کالي واغوندي' ښځې ځپونکې دي او د ولسمشرۍ د اصولو خلاف دي".

د انځور حقوق BAY AREA NEWS GROUP. PHOTO: JANE TYSKA
Image caption ډاکترې جودي ملینک هم د کار پر وخت له یونیفورم سرم اخیستل شوی عکس ټویټ کړی دی.

دا وايي: "زه چې هره ورځ له خوبه راپاڅېږم د ویاړ، شرافت، وظیفه پېژندنې او آزادۍ کالي اغوندم".

د جمعې له پیله تر اوسه پر دې هشټګ تر ۱۳۰ زرو ډېر ټویټونه شوي دي.

له دغه هشټګ سره یو له تر ټولو لومړنیو عکسونو چې@NJGirlSEliza ټویټ کړی و او پوځي کالي یې پر ځان ول تر ۲۰،۰۰۰ ځلو ډېر بیاټویټ شوي ول.

مېډلین البرایټ: که مسلمانان ثبتېدل، زه به ځان مسلمانه وګڼم

مکسیکو: د ټرمپ د دېوال لګښت به ورنه کړو

نورو بیا د ځان او یا هم د نورو مېرمنو د الهام بخښونکو عسکونو په استولو چې د کار کالي پر ځان ول دغو اعتراضونو ته دوام ورکړ.

د انځور حقوق @GEEKYGIRLENGINEER/TWITTER
Image caption "کله چې کثافات خطرناک وي نو ښځې داسې کالي اوغوندي"

ډاکترې ربېکا الین د جراحۍ عملیاتو په خونه کې اخیستل شوی استولی دی. هغې بي بي سي ته وویل: "زه پر ټولنیزو شبکو د یوې بدلوونکې وسیلې په توګه باور لرم او یو انځور د منظور د رسولو وسیله کېدی شي. ما ډېر مثبت غبرګونونه ترلاسه کړي، یوازې یو یا دوه پکې منفي ول".

ډاکتره الین وايي:"زه غواړم ښځې هرځای د خپلو وړتیاوو پر بنسټ وارزولې شي، نه دا چې څه یې پر ځان دي".

د انځور حقوق @BECKYALLEYNEMD/TWITTER
Image caption ډاکترې ربېکا الن له لاس انجلسه د دې عکس په خپرولو خپل نظر څرګند کړ.

هممهاله ځینو د ښځینه او نارینه معیار سره د سمو کالیو د اغوستلو له وړاندیزه ملاتړ کړی دی، خو داسې ښکاري چې د نظرونو لویه برخه د دغو څرګندونو پر ضد وه چې تر اوسه یې ښاغلي ټرمپ ته رښتونی تړاو نه تایید شوی.

د م. م چارواکي د ربړونې په باب د ټرمپ خبرې غندلې

اوباما- موږ به هیلري کلنټن ولسمشریزو ټاکنو کې بریا ته ورسوو