ټرمپ: ایران 'ډېر بې ادبه' شوی او امریکا ته درناوی نه کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ ویلي ایران امریکا ته هېڅ درناوی نه کوي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، ایران موږ ته هېڅ درناوی نه کوي او له دغه هېواد سره شوې اتومي هوکړه تردې مهاله تر ټولو ناوړه لاسلیک شوې هوکړه ده.

هغه د ایران دولت تورن کړی چې له هوکړې لاسلیکېدا وروسته ډېر زیات "بې ادبه" شوی دی.

ښاغلي ټرمپ د "فاکس نیوز" شبکې له خبریال بیل اورایلي سره د مرکې پرمهال د ایران او پنځو نړیوالو قدرتونو ترمنځ د اتوم پروګرام په تړاو هوکړه د اوباما تېروتنه وبلله او د نیوکې په توګه یې ویلي چې دا هوکړه "شرموونکې" ده چې د لاسلیکولو لپاره یې هېڅ دلیل نه و.

ډونلډ ټرمپ ویلي: "که ټاکل شوې وه چې له ایران سره هوکړه وشي باید ښه معامله شوې وای".

ټرمپ: ایران ته رسمي خبرداری ورکړل شوی

ټرمپ: ایران له اور سره لوبې کوي

ټرمپ: د ایران په تړاو هېڅ تګلاره له پامه نه ده غورځول شوې

ټرمپ په مرکه کې ټینګار کړی چې د امریکا دولت له ایران سره په اتومي هوکړه کې هېڅ لاسته راوړنه نه لرله: "موږ دوی ته یو میلیارد او اوه سوه ډالر نغد ورکړل او مقابل کې مو هېڅ ترلاسه نه کړل." د ده په وینا، ایران د اتومي هوکړې له لاسلیکېدو وروسته "ډېر بې ادبه" شوی دی.

نوموړي وړاندې د ایران د بالیستیک توغندي د ازمویلو په غبرګون کې پر خپل ټویټر پاڼې لیکلي وو چې "ایران وروستۍ سلګې وهي او د ګډوډۍ ګړنګ ته ورټېل وهل شوی و، خو امریکا راغله او له دغه هېواد سره یې د اتومي هوکړې په لاسلیکولو سره بیا ژوند ورکړ (۱۵۰ میلیارد ډالر)".

د امریکا ولسمشر فارس (عربي) خلیج کې د ایران د "سپاه پاسداران" د بېړیو تګ راتګ ته په اشارې او د امریکا د جنګي بېړیو مقابل کې د هغوی د خوځښت په اړه ویلي: "دوی نه یوازې موږ ته درناوی نه کوي، بلکې برعکس عمل کوي. زموږ الوتکې څاري او په کوچنیو بېړیو زموږ بېړۍ کلابندوي. د دوی لپاره دا د باور وړ نه ده چې دومره کم عقل شي چې له دوی سره دا ډول اتومي هوکړه لاسلیک کړي".

د امریکا ولسمشر په دې تازه مرکه کې پر ایران تور پورې کړی چې "د ترهګرۍ مهم ملاتړی دی او د نړۍ هر ګوټ ته وسلې او پیسې استوي."

ټرمپ د مسافرو د 'دقیقې تلاشۍ' امر کړی

ټرمپ او پاکستان

ښاغلي ټرمپ ویلي، ایران نور دې کار ته دوام نه شي ورکولای.

ډونلډ ټرمپ پر ایران د ممکنه پوځي برید په تړاو د پوښتنې ځواب کې وویل، تل یې د اوباما پر ادارې نیوکه کړې چې په قاطعیت د ایران مقابل کې نه ده درېدلې او هغوی ته یې ضرب الاجل نه دی ټاکلی.

دی زیاتوي، ایران ته ځکه خوشبین نه دی، چې دغه هېواد "امریکا ته درناوی نه کوي."

ورته مطالب