روسیې ویلي ژر به مسکو کې د افغانستان په تړاو غونډه وشي

روسیه د انځور حقوق MOFA
Image caption روسیې ویلي ډېر ژر به دغه هېواد کې د افغانستان په تړاو د ' سیمې مهمو هېوادونو ' غونډه وشي.

روسیې ویلي ډېر ژر به دغه هېواد کې د افغانستان په تړاو د ' سیمې مهمو هېوادونو ' غونډه وشي.

مسکو کې د افغانستان بهرنیو چارو له وزیر صلاح الدین رباني سره یوې ګډې خبرې غونډې ته وینا کې د روسیې بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي، د فبرورۍ میاشتې منځ کې به روسیه د افغانستان، پاکستان، چین، هند او ایران د استازو کوربتوب وکړي.

له روسیې سره د طالبانو اړیکه؛ بله 'ستره لوبه' پیلېږي؟

مسکو غونډه: د بندیزونه له نوملړه د یو شمېر طالبانو نومونو ایستلو ته چمتوالی کېږي

نوموړي ویلي:

'' موږ تمه کوو، چې دغه غونډه کې به د یادو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ګډون وکړي، له دوی نه ډېری په دغه غونډه کې خپل ګډون تایید کړی دی. ''

لاوروف یو ځل بیا خبرو کې د طالبانو پر ګډون ټینګار کړی او ویلي یې دي:

''په داسې حال کې، چې اسلامي دولت نومي ډله د ودې په حال کې ده، باید طالبان په رغنده خبرو کې شامل شي، چې د افغانستان مخ پر خرابیدو حالت ته د حل لارې چارې ولټول شي. ''

صلاح الدین رباني په دغه غونډه کې د روسیې له لوري د افغان حکومت او امنیتي ځواکونو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل، چې افغانستان غواړي روسیه د شانګهای سازمان مستقل غړیتوب لپاره د افغانستان ملاتړ وکړي.

دغه غونډه کې، چې پام کې ده مسکو کې تر سره شي هغو لوېدیځو هېوادونو ته د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې، چې افغانستان کې ځواکونه لري.

بل لور ته ښاغلي لاوروف ویلي دوی هیله مند دي، چې د امریکا له نوي حکومت سره به یې اړیکي ښه شي او په خبره یې افغانستان کولای شي د روسیې او ډونلډ ټرمپ حکومت تر منځ د اړیکو ښه والي لړ کې پیلامه شي.

له تېرو څو میاشتو راهیسې روسي چارواکي ټینګار کوي، چې له وسله والو طالبانو سره اړیکه کې دي. دوی وايي د دغو اړیکو هدف یې د خپلو خلکو خوندیتوب او افغانستان کې د داعش ډلې مخ پر ودې شتون دی.

ورته مطالب