روسیې هوايي برید کې په تېروتنه ترک سرتېري وژلي

ترک سرتېري د انځور حقوق Reuters
Image caption ترک سرتېري د هغو یاغیانو ملاتړ کوي چې اوسمهال د الباب ښار د نیولو لپاره له داعش دلې سره جنګېږي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین وروسته له هغه بخښنه وغوښته او خپله غم شریکي یې څرګنده کړه چې د سوریې شمال کې د روسیې هوايي برید کې په تېروتنې، درې ترکي سرتېري ووژل شول.

ترکي سرتېرو د هغو سوریايي یاغیانو ملاتړ کاوه چې هڅه یې کوله د الباب ښار له داعش نومې ډلې ونیسي.

ترکیه د پوځي عملیات په ترسره کولو هڅه کوي داعش او کوردي جنګیالي څومره چې شونې وي له خپلو جنوبي پولو لېرې وساتي.

ولادمیر پوتین: د جنګي جرمونو تورونه سیاسي څرګندونې دي

"د سوریې په یوه بند کې تر ۱۳ زرو کسان اعدام شوي"

سوریه کې د دولت او مخالفینو ترمنځ سراسري اوربند پیل شوی

روسیه او ترکیه چې جګړه کې د ښکېلو مخالفو ډلو ملاتړ کوي په دې وروستیو کې په ګډه اسلامي دولت نومې ډله په نښه کوي.

د ترکیې پوځ وايي، روسۍ الوتکې پر داسې یوې ودانۍ برید وکړ چې ځینې ترک سرتېري الباب ښار ته نژدې استول شوي ول.

ترکي پوځ وايي، موخه د داعش ډله وه "خو په تېروتنه هغه ودانۍ ولګېده چې زموږ سرتېري پکې ول او درې کسان یې شهیدان شول ".

یوولس نور سرتېري په برید کې ټپیان شوي دي.

د انځور حقوق AP
Image caption د پنجشنبې پر ورځ انقره کې هغو سرتېرو ته درناوي مراسم ول چې له داعش ډلې سره جګړه وژل شوي دي.

روسیې د کرېملن له ماڼۍ خپرې شوې یوې اعلامیې کې لیکلي چې ولسمشر پوتین خپل ترکي سیال سره پر ټیلېفون خبرې کړي او "الباب کې د څو ترکي پوځیانو پر وژنه یې خپله خواشیني څرګنده کړې ده ".

د ار ای اې خبري آژانس په وینا، ولسمشرپوتین رجب طیب اردوغان ته ویلي چې د مسکو او انقرې ترمنځ د همغږۍ کمزورتیا د پېښې لامل شوه.

روسیه- سوریه کې دې نړیوال څارونکي پاتې شي

ملګري ملتونه: د حلب په کورونو کې ښځې او ماشومان وژل شوي

دواړه مشران پر دې سلاشوي چې تر دې وروسته "سوریه کې د داعش ډلې او نورو افراطي ډلو د ځپلو په عملیات کې خپلو منځو کې پوځي همغږي ډېره کړي ".

د ترکیې پوځ وايي چې ګډې پلټنې یې پیل کړې دي.

د انځور حقوق Reuters
Image caption په وروستیو ورځو کې د جګړې له ډېرېدو سره ګڼو ولسي وګړو د الباب ښار پرېښود.

د ۲۰۱۶ کال له وروستیو راپدېخوا د ترکي په ملاتړ سوریايي یاغیانو د الباب ښار د نیولو لپاره د داعش ډلې پر ضد جګړه پیل کړې.

بله خوا د سوریې دولت هم د داعش پر وړاندې د هېواد په جنوب کې خپلو عملیاتو ته زور ورکړی او ساحه یې پرې تنګه کړې.

د لوېدلې روسۍ پوځي الوتکې تور بکس موندل شوی

ویډیو پر روسیې سوریه کې د بریدونو درولو غږ شوی