د اوونۍ بحث: د امریکا او ایران اړیکي  کوم لور ته درومي؟
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د اوونۍ بحث: د امریکا او ایران اړیکي کوم لور ته درومي؟

په امریکا کې واک ته د ولسمشر ټرمپ رسېدو او د ایران د بلاستیکي توغندیو د وروستۍ ازموینې وروسته د امریکا له خوا د ایران په څو شرکتونو او وګړو بنديزونو او د ښاغلي ټرمپ له خوا د ایران د اتومي پروګرام په اړه د تهران او نړیوالې ټولنې د تړون له غندلو وروسته د دواړو هېوادو ترمنځ اړیکي یو ځل بیا ترینګلي شوې دي.

متحده ايالاتونو د بالېستيکي توغنديو دا ازموينه له دې تړون نه سر غړونه ګڼي، خو ايران وايي چې د بالېستيکي توغنديو ازموینه په تړون کې شامله نه ده. اسراییلو هم د دې تړون لغوه کولو هڅې پیل کړې دي.

د امریکا له خوا له نوو ګامونو وروسته ایرانی مشرانو ویلي د هغوي په ټکو” ټرمپ د امریکا اصلي څېره نړۍ ته وښودله”.

اونیز رادیویي بحث کې په دې غږېږو چې په واشنګټن کې د ادارې بدلېدلو سره د لوېديځ په ځانګړي توګه د امریکا او ایران اړیکي کوم لورې ته درومی او په نړیوال او سیمه ییزه کچه به يې اغېزې څه وي؟

د بحث میلمانه ورځپاڼه لیکونکی او څېړونکی شفيق همدرد ، د نړيوالو چارو شنونکى شیرجان احمد زى او د ايراني چارو څارونکی داکتر عیسى ستانکزي دی.

بحث عنایت الحق یاسیني وړاندې کوي.