پاکستان: هند پټ اتومي ښارګوټی جوړوي

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د هند بهرنیو چارو وزارت د نفیس زکریا دا ادعا رد کړې ده.

هندوستان ټایمز په یوه مطلب کې لیکي چې پاکستان پرون ادعا وکړه چې ګواکې هند په پټه یو اتومي ښارګوټی جوړوي، چې اتومي وسلې پکې جوړې کړې خو هند دغه ادعا په چټکۍ رد او بې بنسټه وبلله.

ورځپاڼه لیکي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند نفیس ذکریا دغه ادعا په یوه خبرې غونډې کې وکړه خو هېڅ شواهد یې وړاندې نه کړل.

« امریکايی جنرال: زموږ بریا د اورپکو د پټنځیو له منځه وړلو کې ده

« ډونلډ ټرمپ ویلي، ژر به له اشرف غني سره وویني

واشنګټن کې افغان سفیر وايي،

د هندوستان ټایمز د لیکنې له مخې، نفیس ذکریا دا ادعا هم وکړه چې ګواکې هند بالستیک توغندي او د بالستیک توغندیو ضد سیستم هم جوړوي او په پاکستان کې د ترهګرو بریدونو ملاتړ کوي چې په اړه یې پاکستان ملګرو ملتونو ته یو شمېر اسناد هم سپارلي دي.

خو د هند د بهرنیو چارو وزارت دا ادعاوې بې بنسټه بللي او وايي چې هند خپلو نړیوالو مسوولیتونو ته ژمن دی.

ګارډین:

د انځور حقوق AFP
Image caption د امریکايي ځواکونو قومندان په افغان سرتېرو کې د خیالي پوځیانو خبره هم بیا را پورته کړه.

د برتانیا چاپ ګارډین ورځپاڼه(په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قومندان د څو زرو نورو پوځیانو غوښتنه وکړه) په سرلیک کې وايي، جنرال جان نیکلسن د سنا د جرګګۍ پر وړاندې ومنله چې طالبانو په ۲۰۱۶ کال په افغانستان کې ځینې سیمې نیولې او د افغان ځواکونو په لیکو کې لسګونه زرګونه خیالي پوځیان شته چې تنخا ورکول کېږي.

ورځپانه لیکي،جنرال نیکلسن په افغانستان کې حالت په ټپه ولاړ وباله او علت یې هم په افغانستان کې د روسیې لاسوهنه په ګوته کړه چې په وینا یې د طالبانو ملاتړ کوي.

ګارډین زیاتوي، جنرال نیکلسن دا روښانه کړه چې افغانستان ته نور پوځیان د ترهګرۍ پرضد جګړې په خاطر نه غواړي خو دا روښانه نه ده چې ولسمشر ټرمپ به د ده غوښتنه ومني کنه، ځکه چې هغه پخوا ویلي وو چې غواړي له افغانستانه امریکايي ځواکونه ووځي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا کډوال له ډېرو لومړنیو اسانتیاوو او اړتیاوو بې برخې دي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې پر انلاین په سربیا کې د کډوالو د هغه کمپ چې ګڼ شمېر افغانان هم په کې دېره دي ویډیوګانې خپرې کړې او لیکي، دې کمپ ته د شاخوا زرو کډوالو له ډلې ګن شمېر یې له افغانستانه د جګړو له امله راغلي دي او په ناوړه شرایطو کې ژوند کوي.

ورځپاڼه لیکي، وروسته له هغه چې د بالکان هېوادونو د دې کډوالو پر وړاندې خپلې پولې وتړلې، دوی له میاشتو راهیسې په دغه کمپ کې دیره دي، برخلیک یې نه دي معلوم، په دې سوړ ژمي کې نه په منظمه توګه ورته اوبه رسېږي، تشنابونه نه لري او د ځان مینځول استانتیاوې هم ورته نه دي برابرې.

نیویارک ټایمز لیکي، دا کډوال د ځان تودولو لپاره هغو لویو خونو کې چې دوی په کې اوسېږي اور بلوي، په بیلرونو کې اوبه تودوي چې ځان پرې ومینځي او په ۲۴ ساعتونو کې یو وار خواړه ورکول کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د همدې ناوړه شرایطو له امله ګڼ شمېر کډوال چې واړه ماشومان هم پکې دي ناروغان شوي دي.