په تېروتنې هند ته اوښتی چینایی ۵۰ کاله وروسته چین ته ستون شو

د انځور حقوق .
Image caption وینګ کیویيي له نیمې پېړۍ وروسته د خپلې کورنۍ لیدلو لپاره چین ته ستون شو

یوه چینایي سړي، چې څه باندې ۵۰ کاله یې له هنده د وتلو امکان نه و، اوس چین کې له خپلې کورنۍ سره د یوځای کېدو فرصت موندلی دی.

وینګ کیويي د چین د پوځ یو متقاعد افسر و، چې په ۱۹۶۳ کال یې ناڅاپي د چین له سرحد پښې اړولې وې او هند ته تللی و.

هغه مهال نوموړي تر ننه له هنده د وتلو اسناد نه لرل، چې ورنه کړل شول.

د نوموړي د خبر خپرېدو په اړه، چینايي دیپلوماټانو له هغه سره وکتل او ډاډ یې ورکړ چې پخپل هېواد کې به د استوګنې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

د انځور حقوق .
Image caption تر اوسه روښانه نه ده چې نوموړی به له خپلې کورنۍ سره له لیدو وروسته هند ته ستون شي که نه
د انځور حقوق .
Image caption د وینګ مور په ۲۰۰۶ کال له خپل زوی سره د لیدو په ارمان کې مړه شوه

په پای کې د چین د بهرنیو چارو وزیر هغه ته قانوني اسناد جوړ کړل چې له هنده په قانوني توګه بهر شي.

ویل شوي د هغه مېرمن چې هندۍ ده، له نوموړي سره په دې سفر کې ملګرتیا نه ده کړې.

ښاغلي وینګ بیجینګ هوايي ډګر ته له رسېدو وروسته، له خپلې کورنۍ سره لیدلي او په پام کې ده چې نوموړي له خپلې کورنۍ سره د زیږېدو ځای ته ولاړ شي.

تر اوسه روښانه نه ده چې ایا نوموړی به بېرته له خپلې کورنۍ سره هند ته ستون شي او که نه.

نوموړی هېڅکله نه دی توانېدلی، چې د هند تابعیت ترلاسه کړي. په ۲۰۱۳ کال هغه ته چینایی پاسپورټ ورکړل شو.

ښاغلی وینګ وايي: ''د چین پوځ لپاره مې د لارې جوړولو برخه کې کار کاوه، د ۱۹۶۳ کال جولای میاشت کې د اوسېدو له کمپه تر وتلو وروسته ورک شوم. ستړی ستومانه او وږی وم. د سره صلیب یو موټر مې ولید او د مرستې غوښتنه مې ترې وکړه. دوی زه د هند پوځ ته وسپارلم. وروسته ۷ کاله په بېلابېلو زندانونو کې وم. په ۱۹۶۹ کال محکمې زما د خوشي کولو امر وکړ''.

له خوشي کولو وروسته پولیسو وینګ د مادیا پرادیش ایالت یوې لیرې کلیوالې سیمې ته یووړ. له هغه وخت راهیسې هغه ته له هنده د و تلو اجازه ورنه کړل شوه.

د انځور حقوق .
Image caption وینګ په ۱۹۶۰ کال د چین پوځ کې شامل شو

اړونده مطالب