"ټرمپ له هند سره د اړیکو د ښه کیدو او پر چین د کړۍ تنګولو هڅه کوي"

هندوستان ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د چین ولسمشر او د هند لومړی وزیر

هندۍ ورځپاڼې هندوستان ټایمز په یوه تحلیلي مطلب کې چې سرلیک یې دی)هند ته په کار دي دایمي ګټي ولري نه دا چې د دایمي دوستانو په لټه کې شي ویلي، چین د پاکستان په پلوۍ او ګوادر بندر له لارې خلیج ته د ځان رسولو لپاره په ملګرو ملتونو کې د هغه ګام مخه ونیوله چې له مخې یې د هند په هڅو د جیش محمد پاکستانۍ سخت دریځې ډلې مشر مسعود اظهر یو نړیوال ترهګر بلل کیده.

د ورځپاڼې په لیکنه د چین دا ګام ښيي، چې د بېجینګ او نوي ډېلي اړیکو کې د ښه والي نښې نه لیدل کیږي نو هند ته پکار دي چې د سویلي او لویدیځې اسیا له هېوادونو سره اړیکي پراخ کړي.

په دې ډله کې د سعودي عربستان ، اسرائیل او متحده عربي اماراتو یادونه شوې او ویل شوي چې د سعودي پاچا سلمان بن عبد العزیز سږ کال هند ته سفر کوي.

ډان:

په همدې تړاو یعني د پاکستان او چین اړیکي او په پاکستان کې د چین د اقتصادي دهلیز د لویې پروژې په تړاو پاکستانۍ ورځپاڼې ډان هم یو مطلب خپور کړی چې سرلیک یې دی د دښمن دښمن.

په دغه په مطلب کې له چین، امریکا او سعودي عربستان سره د پاکستان اړیکو ته اشاره شوې ده.

د مطلب په وروستۍ برخه کې راغلي دي، د ډونلډ ټرمپ په راتګ سره او دې ته په کتو چې ښاغلي ټرمپ له هند سره د اړیکو د ښه کیدو او پر چین د کړۍ راتنګولو خبره کړې، ښايي د اړیکو نوی پړاو رامنځته شي.

لیکوال زیاتوي دا چې چین د اقتصادي کوریډور له لارې له پاکستان سره ژور اقتصادي اړیکي لري، نو هیله دا ده چې چین پر پاکستان د خپل مخ په زیاتیدونکي نفوذ په کارولو سره پاکستاني پوځي جنرالان وهڅوي چې د هغو سخت دریځو مخه نوره ونیسي چې په کلونو- کلونو یې ملاتړ کړی دی. که داسې وشي نو دا به له واشنګټنه ډیر اغیزناک وي.

نیویارک ټایمز:

د انځور حقوق Getty Images
Image caption ټرمپ له خپل زوم او سلاکار سره روغبړ کوي.

نیویارک ټایمز امریکايي ورځپاڼې په یوه مطلب کې(له اسراییلو سره د کوشنر د اړیکو په اړه هیلې او شکونه) وايي، د امریکا د ولسمشر سیاسي مشاور جارډ کوشنر چې د هغه زوم هم دی له اسراییلو سره له ډیره پخوا اړیکي لري او ښايي په نږدې راتلونکې د اسرائیلو له لومړي وزیر سره د هغه لیده کاته د همدې اړیکو تر اغیز لاندې راشي.

نیویارک ټایمز په یوه بل مطلب کې ویلي چې د ترکیې ولسمشر رجب طبب اردوغان هڅه کوي د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ نیوکې کابو کړي او واک ته د هغه راتګ له امریکا سره د اړیکو د نوي کولو یو ښه فرصت وګڼي.

واشنګټن پوسټ:

بله امریکايي ورځپاڼه واشنګټن پوسټ په یوه مطلب کې لیکي چې مخالف دیموکرات ګوند هڅه کوي له ښاغلي ټرمپ سره چې په جمهوریت پال ګوند پورې تړاو لري، مخالفتونه د هغه پرضد پر یوه فعال خوځښت بدل کړي.

دغې ورځپاڼې په یوه بله مقاله کې ویلي چې یواځې په سوریه او عراق کې د اسلامي دولت ډلې یا داعش له خوا د ماشومانو د جلب تاکتیکونه له سترګو پناه دي او د لویدیځو هېوادونو چارواکي په دې برخه کې هغه وړ میکانیزم نه لري لکه چې د دغې ډلې له خوا د لویانو د جلب د څارنې په برخه کې یې لري.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د عراق د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری له ماشوم سره ستړیمش کوي.

اړونده مطالب