بردي محمدوف د درېیم ځل لپاره د ترکمنستان ولسمشر شو

د انځور حقوق AFP
Image caption تمه هم کېده چې ښاغلی بردي محمدوف به د ټاکنو ګټونکی شي

قربان قلي بردي محمدوف د ترکمنستان ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د درېیم ځل لپاره ددغه هېواد ولسمشر شو.

د ترکمنستان خلکو تېره ورځ (یکشنبه فبرورۍ ۱۲مه) په ولسمشریزو ټاکنو کې خپله رایه وکاروله.

د راپورونو له مخې؛ ښاغلي بردي محمدوف وکولی شول صندوق ته د اچول شویو رایو شاوخوا ۹۸ سلنه خپلې کړي.

تمه هم کېده چې ښاغلی بردي محمدوف د ټاکنو ګټونکی شي.

په تېرو دوو دورو کې ښاغلي بردي محمدوف د ۹۷ سلنه رایو ترلاسه کولو سره د ترکمنستان ولسمشر ټاکل شوی و.

په دې ټاکنو کې اته نور کسان هم کاندید شوي و چې ټول یې اوسني دولت ته نژدې کسان دي.

اقتصادي مسایل ددغو ټاکنو له عمده موضوعاتو و.

د انځور حقوق Reuters

د روسیې وروستۍ پرېکړه چې له ترکمنستان نه یې د ګازو واردات بند کړي، د منځنۍ اسیا دغه هېواد اقتصاد یې زیانمن کړی دی.

+ ترکمنستان ایران ته د ګازو صادرول درولي

د اساسي قانون بدلون

تېر کال د ترکمنستان په اساسي قانون کې ځینې بدلونونه راغلل چې له مخې یې د هېواد ولسمشر کولی شي هرځل ځان ټاکنو کې کاندید کړي که بریالی شي نو پر واک پاتې شي.

د ترکمنستان پارلمان د تېر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې د اساسي قانون په اصلاح سره، د ولسمشرۍ دورو شمېر ډېر کړ او ولسمشرۍ ته د رسېدو لپاره یې د عمر محدودیت لغوه کړ.

ورته مطالب